په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۴۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۲۶۴۱۰ مثبتې پيښې ثبت شوي دي

1548116
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۴۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۴۶ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره  ۱۷۶۱۰   تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۲۰۵ زره او ۸۰۹ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د ۲۶۴۱۰ تنو

ټسټونه   مثبت راوتلي دي.

 همداشان په تیرو  ۲۴ ساعتونو کې ۳۱۹۴۵ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ او د روغتون ته خارج شوي‌ دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره یو میلیون ۷۵۳ زره او  ۵۵۲ ته لوړه شوې ده .

همداشان  د ناروغانو د ۵۷۰۷    تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره  ۲۲  میلیونه  ۱۰۷ زره او ۵۰۳  ته لوړه شوې ده. 

د روغتیا وزارت ویلي دي چې په هیواد کې د سختو ناروغانو شمیره مخ په راټیټیدو ده چې د لا راټیټیدو  په خاطر باید تدابیر په قوي توګه مراعات کړو.

روغتیا وزیر وویل چې د مثبتو پیښو او ځاني تلفاتو  شمیرې د راټیټولو یواځنۍ لار د تدابیرو مراعات کول دي. ځکه چې پدې برخه کې ښه خبر د قوي‌ تدابیرو پورې تړلی دی.



اړوند خبرونه