چاوش اوغلو : د امریکا لخوا پر ترکیې تحریمونو لګول ستره اشتباه ده

چاوش اوغلو : د امریکا لخوا بر ترکیې د بندیزونو لګول هم د حقوقي او هم د سیاسي پلوه ناسم ګام دی

1547091
چاوش اوغلو : د امریکا لخوا پر ترکیې تحریمونو لګول ستره اشتباه ده

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د امریکا لخوا پر ترکیې د بندیزونو لګولو په اړه په غبرګون کې وویل چې دا پریکړه هم د حقوقي پلوه او هم د سیاسي پلوه یوه ډیره ناسمه پریکړه ده.

چاوش اوغلو دا څرګندونې د یو خصوصي تلویزیون سره په مرکه کې وکړې.

هغه وویل چې د امریکا لخوا د ترکیې په مقابل کې اوچت شوی دا ګام هم د حقوقي او هم د سیاسي پلوه یو غلط ګام دی. دا د هغه هیواد لخوا لګول شوي یو پلوي تحریمونه دي. دا که په ترکیې وي او که په بل کوم هیواد خو دا د هیوادونو  په ملي حاکمیت حقونو باندې ښکاره برید دی.

هغه زیاته کړه چې که چیرې دې تحریمونو ته پاملرونه وکړو دا تحریمونه داسې تحریمونه ندي چې په ترکیې ډیرې بدې اغیزې وکړي . که چیرې هغوې فکر کوي چې ترکیه به په شا ګام اوچتولو ته اړ کړي خو اشتباه کوي. که چیرې مونږ په شا ګام اوچتولی تر ننه پورې به مو اوچت کړی وی. هغه وویل چې ددې تحریمونو پر اغیزو په هراړخیز توګه غور او بحث کوو. وروسته به بیا لازم ګامونه اوچت کړو.

هغه وویل چې د ترکیې او امریکا د اړیکو د نورمالیدو په خاطر باید امریکا ترکیې غوښتنې پر ځای کړي.



اړوند خبرونه