رئیس ابراهیم ایرن د اسیا پېسفیک د نشراتي ارګانونو د ټولنې د رئیس په توګه وټاکل شو.

د ترکیې د ملي راډیو تلویزیون عمومي رئیس ابراهیم ایرن د اسیا پېسفیک د نشراتي ارګانونو د ټولنې د رئیس په توګه وټاکل شو.

1546576
رئیس ابراهیم ایرن د اسیا پېسفیک د نشراتي ارګانونو  د ټولنې د رئیس په توګه وټاکل شو.

 

د اسیا پېسفیک د نشراتي ارګانونو  ټولنې په ۵۷ مه عمومي غونډه کې د رئیس د ټاکلو په موخه ټاکنې وکړې.

د اسیا پېسفیک د نشراتي ارګانونو د ټولنې ۵۷ مه عمومي غونډه  د ویتنام په پلازمینه هانوې کې جوړه شوې وه. دا غونډه د کرونا ویروس د وبا ناورغۍ له امله په انلاین ډول جوړه شوې وه.

د ترکیې د ملي راډیو تلویزیون رئیس ابراهیم ایرن پدې غونډه کې په انلاین ډول ګډون وکړ.

پدې غونډه کې د نوي رئیس د ټاکلو په خاطر ټاکنې وشوې چې په نتیجه کې د ترکیې ملي راډیو تلویزیون د اسیا پېسفیک  د نشراتي ارګانونو د ټولنې د رئیس په توګه وټاکل شو.

ابراهیم ایرن د رایو په اکثریت سره  د نوي رئیس په توګه وټاکل شو. د ویلو ده چې د اسیا پیسفیک  نشراتي ارګانونو  ټولنه د ۷۲ هیوادونو نه ۲۷۱ غړي لري. . ابراهیم د ترکیې د ملي راډیو تلویزیون لومړنی عمومي رئیس دی چې د ۴ کلونو لپاره ددې ټولنې د رئیس په توګه ټاکل کیږي.

د ویلو ده چې د اسیا پېسفیک نشراتي ارګانونو ټولنې د مشرتابه په ټاکنو کې  ابراهیم ایرن د رئیس په توګه د ټاکلو په مسئله کې د ترکیې په ملي راډیو تلویزیون کې  د هغه د بریالیتوب ګرافیک، د هیواد نه بهر انعکاس کوونکو مهمو فعالیتونو او په لا زیاتو بهرنیو ژبو نشراتو ته ډیر زیات اهمیت ورکولو مسئله په نظر کې نیول شوې ده .

ابراهیم ایرن د اسیا پېسفیک د نشراتي ارګانونو د ټولنې د رئیس په توګه د ټاکل کیدو نه وروسته په خپله وینا کې وویل چې  « ددې بریالیتوب اصلي سرچینه د ترکیې قوت او په بهر کې د ترکیې اغیزمنتیا ده. د اسیا پېسیفیک د ټولو غړیو نه پر مونږ د باور کولو له امله ډیره زیاته مننه کوم او ددې په هیله چې ټولو ته د خیر وسیله وګرځي.»



اړوند خبرونه