اردوغان : زمونږ پر هیواد د امریکا د بندیزونه پریکړه زمونږ د حاکمیت پر حقونو برید کول دي
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې امریکا متحده ایالتونو لخوا د بندیزونو پریکړه د ترکیې د ملي حاکمیت پر حقونو ښکاره برید دی.
ولسمشر اردوغان دا څرګندونې د انقرې او نیدې ولایتونو د لویې لارې د دویمې برخې د پرانیستو په مراسمو کې وکړې.
ولسمشر اردوغان پدې مراسمو کې د ویدیو کنفرانس له لارې ګډون کړی وو.
ولسمشر اردوغان په خپله وینا کې د روسیې نه د اس ۴۰۰ دفاعي سیستم د رانیولو له امله د امریکا لخوا پر ترکیې د بندیزونو لګولو مسئلې ته په اشارې سره وویل " ددې بندیزونو اصلي موخه پدې وروستیو کې د دفاعي صنایع او تکنالوژۍ په برخو کې د ترکیې لخوا د اوچتوو شوو ګامونو پر وړاندې خنډونو رامنځته کول او د پوځي تکنالوژۍ په برخه کې د ترکیې د ځان بساینې مخه نیول دي. ددوې موخه مونږ باید تل دوی ته احتیاج اوسو. زمونږ په ځان بساینه زغملی نشي. "
ولسمشر اردوغان وویل چې امریکا د دښمنانو سره د بندیزونو له لارې مبارزې قانون کاتسا په چوکاټ کې تر ننه پورې د ترکیې نه پرته په بل هیڅ هیواد بندیزونه لګولي ندي. دا بندیزونه د لومړي ځل لپاره د ناټو سازمان په مهم غړي هیواد ترکیې لګول کیږي.
ولسمشر اردوغان زیاته کړه امریکا چې د دفاعي سیستم په برخه کې زمونږ غوښتنه رد کړه او پر مونږ يي د دفاعي سیستم پلورولو نه ډډه وکړه ترکیه مجبوره شوه چې د بل هیواد نه خپله دا اړتیا پوره کړي. امریکا په دفاعي برخو کې زمونږ پياوړتیا زغملی نشي.
د امریکا دا پریکړه په اصل کې د ترکیې د ملي حاکمیت پر حقونو ښکاره برید دی.
ولسمشر اردوغان وویل چې ترکیه به د دفاعي صنایع د رئیس اسماعیل دیمیر او د هغه د ډلې نه چې د امریکا لخوا پرې بندیزونه لګول شوي دا زیات ملاتړ وکړي.
ولسمشر اردوغان وویل چې ددې تحریمونو سره به ترکیه د دفاعي صنایع او تکنالوژۍ په برخه کې د ځان بساینې فعالیتونه او چارې لا پسې ګړندۍ کړي. پدې برخو کې به لا زیات کوټلي ګامونه اوچت کړو. د هیواد دفاعي صنایع سکتور د هر پلوه خپلواک کولو په برخه کې به د پرون په پرتله دوه برابره زیات کار وکړو.