ترکیه د ۱۸۹ هیوادونو په منځ کې  د انساني پرمختیا په کټګورۍ کې  ۵۴ م  مقام ته لوړ شو

ترکیه د ۱۸۹ هیوادونو په منځ کې  د انساني پرمختیا په کټګورۍ کې  ۵۴ م  مقام ته لوړ شو

1545952
ترکیه د ۱۸۹ هیوادونو په منځ کې  د انساني پرمختیا په کټګورۍ کې  ۵۴ م  مقام ته لوړ شو

 

د ملګروملتونو سازمان د پراختیايي سازمان ( UNDP )  لخوا جوړه شوی د ۲۰۲۰ کال د انساني پرمختیا راپور خپور شو. پدې راپور کې انساني پرمختیا انډکس ، بې عدالیتیو انساني پرمختیا انډکس، په ټولنه کې د جنسیت له مخې انساني پرمختیا انډکس، په ټولنو کې د جنسیت په برخه کې د بې عدالیتو د انډکس او هر اړخیزو فقر انډکس په نظر کې نیولو سره جوړ شوی دی.

دا راپور د هیوادونو د احصایو د رسمي اداراتو او باور وړ نړۍوالو اداراتو نه د ترلاسه شوو معلوماتو په رڼا کې جوړ شوی دی اوږد او سالم ژوند، معلوماتو ته لاس رسی ، د منلو وړ ژوند ستندردونو په څیر درې مهم  فکتورونو په اړه د اوږدو تحقیقاتو او څیړونو نه وروسته جوړ شوی دی.

ددې راپور له مخې په نړۍ د انساني پرمختیا په انډکس کې په لومړي کتار کې ناروې ځای نیولی دی.

همداشان ایرلنډ او سویس په دویم مقام کې، هانګ کانګ او آیسلنډ په دریم مقام کې ، جرمني په څلورم، سویډن په پنځم، اتریش او هالنډ په شپږم او ډنمارک په اوم مقام کې ځای ونیو.

همداشان ترکیې بیا د ۱۸۹ هیوادونو په منځ کې په ۵۴ م مقام کې ځای نیولی دی.

ترکیه تیر کال پدې لست کې په ۵۹ م مقام کې وو چې سږ کال يي د پنځو پوړونو په پورته کیدو سره ۵۴ م مقام ته ځان لوړ کړ.



اړوند خبرونه