ترکیې د امریکا لخوا د اس ۴۰۰ دفاعي سیستم له امله پر ترکیې اعلان کړي بندیزونه په کلکه توګه وغندل
ترکیې د امریکا متحده ایالتونو لخوا نن د اس ۴۰۰ د هوايي دفاعي سیستم د رانیولو له امله پر ترکیې د بعضو تحریمونو د وضع کولو پریکړه په کلکه توګه وغندله.
د بهرنیو چارو وزارت پدې اړه د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د امریکا متحده ایالتونو لخوا د اس ۴۰۰ دفاعي هوايي سیستم د رانیولو له امله پر ترکیې د تحریمونو د وضع کولو پریکړه په کلکه توګه غندو او ردوو.
ترکیه د اس ۴۰۰ هوايي دفاعي سیستم د رانیولو لپاره څه ډول مجبور شوې پدې ټول ډير ښه پوهیږي. پخپله ولسمشر دونلد ټرمپ څو ځله پدې مسئله کې د ترکیې د پر حق والي نه یادونه کړې او ویلي دي چې ترکیه د اس ۴۰۰ سیستم رانیولو ته مجبوره شوې ده .
د بله پلوه امریکا هغه ادعاګانې چې د اس ۴۰۰ دفاعي سیستم د ناټو سازمان سیستمونه د ضعف سره مخامخوې پدې اړه يي د اداري او تخنیکي پلوه هیڅډول شواهد ندي موندلي. ترکیې په کراتو ددې مسئلې د څیړنې په خاطر د ناټو سازمان په ګډون د یو څیړونکې ډلې او پدې اړه د تحقیقاتو د ترسره کولو وړاندېز کړی دی او دا مسئله د سیاسي وخت نه مخکې قضاوتونو نه لرې په حقیقي ډول د څیړولو وړاندیز کړی دی.
امریکا پدې اړه د یو نږدې متحد هیواد د شان سره سم د ډیالوګ او ډیپلوماسۍ له لارې د حل په اړه زمونږ وړاندیز رد کړی او په یو پلوي توګه يي پر ترکیې د تحریمونو د وضع کولو پریکړه کړې ده.
ترکیه زمونږ ترمنځه په اړیکو منفي اغیزې کوونکو د امریکا د یو پلوو تحریمونو د پریکړې په مقابل کې به لازم ګامونه اوچت کړي. دا ګامونه به په مناسب زمان او مکان کې اوچت کړی شي. ترکیه د خپل هیواد د ملي امنیت د ټینګښت په برخه کې هر ډول لازم تدابیرو نیولو نه هم ډډه نکوي.
ترکیه په امریکا باندې نن اعلان کړي پدې ناحقه تحریمونو د بیا کتنې او ددې غلطۍ نه هر څه ژر د ګرځیدو بلنه ورکوي.
د ترکیې پدې مسئلې د متحدوالي د شان سره سم د مذاکراتو او ډیپلوماسۍ له لارې خبرو اترو ته چمتو ده.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله