په ترکیه کې د ایران سفیر د بهرنیو چارو وزارت ته راوغوښتل شو.
ترکیې د ایران سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
په ترکیه کې د ایران سفیر د بهرنیو چارو وزارت ته راوغوښتل شو.
په انقره کې د ایران سفیر فرهمندزاده د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف لخوا د ولسمشر رجب طیب اردوغان په اړه د ټویټر له لارې د پيغام د خپرولو او په ایران کې د ترکیې سفیر دریا اورز د بهرنیو چارو وزارت ته د غوښتولو او د ترکیې او ولسمشر رجب طیب اردوغان پر خلاف د بې بڼسټه ادعاګانو او په ایران کې د ترکیې پر خلاف د نفرت کمپاین د پیلولو په غبرګون کې د بهرنیو چارو وزارت ته راوغوښتل شو.
د ډیپلوماتیکو سرچینو لخوا د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې ترکیې د ایران سفیر ته په غبرګون کې د نوموړي بهرنیو چارو وزیر لخوا رامنځته شوې ادعاګانې په کامله توګه رد کړي دي او ویلي دي ، پداسې حال کې چې د هر ډول اعتراض او یا ناراحتۍ د څرګندونو په خاطر کانالونه شتون لري پخپله د بهرنیو چارو وزیر ظریف لخوا د ترکیې او ولسمشر اردوغان پر خلاف د ټویټر له لارې بې بڼسټه ادعاګانې په هیڅډول د منلو وړ ندي.
ترکیې د ایران سفیر ته ویلي دي چې د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف دا ډول چلند د ترکیې او ایران ترمنځه د ژورو او ښه اړیکو د شان سره برابر ندی ،او دا ډول اقدامات د ترکیې او ایران ترمنځه د اړیکو د خرابولو غوښتونکو نه پرته بل چا ګټه نکوي.
د ویلو ده چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت دوه ورځې مخکې د ولسمشر اردوغان لخوا په باکو کې د ستر بري په مراسمو کې د یو شعر د لوستولو په غبرګون کې د ترکیې لوی سفیر راغوښتی وو او خپل سخت غبرګون يي وړاندې کړی وو.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر ظریف د ټویټر له لارې په خپور کړي پیغام کې په باکو کې د ولسمشر اردوغان لخوا د شعر د لوستلو په اړه غبرګون ښودلی وو او ادعاء يي کړې وه چې ولسمشر اردوغان ددې شعر سره د ایران په مځکنۍ بشپړتیا برید کړی دی.
اړوند خبرونه
تورکیې وویل چې د اسرائیلو لخوا پر لبنان برید کول په ټوله سیمه کې د ګډوډۍ د هڅو لپاره یو نوی پړاو دی.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت په لبنان باندې د اسرائیلو د بریدونو او تاوتریخوالی په اړه بیان خپور کړ.