د ترکیې او اذربایجان ترمنځه په اړیکو کې یو بل ډیر مهم ګام اوچت شو.
د ترکیې او اذربایجان ترمنځه د ویزې د معافیت نه وروسته داځل یو بل مهم ګام اوچت شو.
1543554
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو وویل چې په ډیر نږدې کې به د ترکیې او اذربایجان ترمنځه پرته د پاسپورته یواځې د پیژندپاڼو سره په تګ راتګ پيل وشي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې " د ورور هیواد اذربایجان د بهرنیو چارو وزیر جیهون بایرم وف سره مو د ترکیې او اذربایجان ترمنځه د پاسپورت پرته یواځې په پیژندپاڼو د سفر په خاطر پروتوکول لاسلیک کړ. ددینه وروسته به د دواړو هیوادونو وګړي کولای شي چې یو بل هیواد ته پرته د پاسپورت نه د پیژندپاڼو سره سفرونه وکړي. ترکیه او اذربایجان یو ملت او دوه دولته دي. ټولو ته دې مبارک وي."