ولسمشر اردوغان : زمونږ هدف ترکیه د تکنالوژیکو محصولاتو په مرکز بدلول دي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې زمونږ هدف ترکیه د څلورم صنعتي انقلاب او تکنالوژیکو محصولاتو په مرکز بدلول دي.

1543039
ولسمشر اردوغان : زمونږ هدف ترکیه د تکنالوژیکو محصولاتو په مرکز بدلول دي

 

ولسمشر اردوغان په ترکیه کې د څلورم صنعتي انقلاب د مرکز د پرانیستو مراسمو ته ویدیويي پيغام استولی دی.

ولسمشر اردوغان وویل چې  ترکیه سږکال د څلورم صنعتي انقلاب د شپکې سره تړل شوی دی او دا مرکز د نړۍوال اقتصادي فورم اړوند جوړ شوی دی. دا مرکز په اروپا کې د دوو نمونه د مثال مرکزونو نه یو دی.

ولسمشر زیاته کړه چې زمونږ هدف ترکیه د تکنالوژیکو محصولاتو په یو مرکز بدل دي. هیواد د ملي تکنالوژي ټاکل شوي هدف ته رسول دي.

هغه وویل سره ددې چې د وبا ناروغۍ له امله دا مرکز د تمو او توقعاتو سره سم خپلې اغیزې ښودلي ندي خو پوره باور لرم چې ددې مرکز فعالیتونه به په هیواد کې د اقتصادي او ټولنیزو برخو سره ډیره زیاته مرسته وکړي.

ولسمشر اردوغان وویل چې د لومړۍ صنعي انقلاب نه تر ننه پورې تکنالوژي د انسانانو ، ټولنو او دولتونو په ژوند کې ډیر ستر او جدي بدلونونه راوستي دي. همداشان دې بدلونونو مونږ د څلورم صنعتي انقلاب لپاره لا  په قوي توګه چمتوالي نیولو ته سوق کړي یو.

هغه وویل چې د دجیتالي کیدو پدې بهیر کې تعلیم یافته او روزل شوی بشري ځواک تر ټولو مهم عنصر دی. ترکیه بیا د نثبتآ ځوان ، د پوره عزم خاوند او تعلیم یافته او روزل شوو انسانانو سره دې بهیر ته چمتوالی لري.

ترکیه اوس هغه هیواد ندی چې دا ډول تاریخي انقلابونو نه وروسته پاتې شي. ترکیه اوس د یو مخکښ او دې ډول پرمختګونو ته لار پرانیستونکی هیواد دی.

هغه ویلي دي چې ددې په هیله چې دا مرکز ټاکل شوو هدفونو ته د رسولو په برخه کې د ترکیې سره مرسته وکړي.



اړوند خبرونه