په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۱۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۳۱۷۱۲ مثبتې پيښې ثبت شوي دي

1542740
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۱۷  تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۱۷ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره  ۱۵۵۳۱   تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې دوه لکه او ۴۴۱۱  تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د ۳۱۷۱۲ تنو

ټسټونه   مثبت راوتلي دي.

 همداشان په تیرو  ۲۴ ساعتونو کې ۵۸۴۶ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ او د روغتون ته خارج شوي‌ دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۴۴۷ زره او  ۳۶۱ ته لوړه شوې ده .

همداشان  د ناروغانو د ۵۹۰۱    تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره  ۲۰  میلیونه  ۲۹۴ زره او ۳۷۷  ته لوړه شوې ده. 

د ویلو ده چې په ترکیه کې د اوږدې مودې راهیسې د لومړي ځل لپاره په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمیره د ۲۱۷ تنو ته لوړه شوې ده.

د روغتیا وزارت ویلي دي چې په هیواد کې د سختو ناروغانو شمیره د پام وړ لوړه شوې ده چې ددې شمیرې د راټیټولو په خاطر باید تدابیر په قوي توګه مراعات کړو.

روغتیا وزیر وویل چې د مثبتو پیښو او ځاني تلفاتو  شمیرې د راټیټولو یواځنۍ لار د تدابیرو مراعات کول دي. ځکه چې پدې برخه کې ښه خبر د قوي‌ تدابیرو پورې تړلی دی.



اړوند خبرونه