ولسمشر اردوغان : د بایدن سره به د یو زیات شمیر مسئلو په اړه مخامخ خبرې وکړو

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې امریکا نوي ټاکل شوي ولسمشر جو بایدن سره به د لوړې د مراسمو د ادا کولو نه وروسته په ځینو مسئلو مخامخ خبرې وکړو.

1542428
ولسمشر اردوغان : د بایدن سره به د یو زیات شمیر مسئلو په اړه مخامخ خبرې وکړو

ولسمشر اردوغان اذربایجان ته د سفر نه مخکې د ترکیې او امریکا ترمنځه د اړیکو په اړه پوښتنې ځواب کړې.

ولسمشر اردوغان وویل چې د امریکا نوی ټاکل شوی ولسمشر جو بایدن ډیر بیګانه ندی ځکه چې د اوباما د دورې نه يي په ډیر ښه توګه پیژنم.

ولسمشر اردوغان وویل چې نن ورځ د امریکا نه وروسته د ناټو په سازمان کې پنځم هیواد دی.

هغوي پدې خبره پخپله هم اعتراف کوي. خو دم ګړۍ د وسلو په اړه د هغوې څرګندونې مناسبې ندي. همداشان په ځانګړې د سوریې په شمال کې او فرات سیند د ختیځ په اړه د هغوې دریځ او چلند پر ځای او مناسب نه بولو. په اصل کې زما دا څرګندونې هم د وخت نه وړاندې څرګندونې دي. بایدن په دندې د پیل نه وروسته به د هغه سره مخامخ په ځینو مسئلو خبرې وکړو.

ولسمشر اردوغان وویل  چې په نړۍواله کچه او په ځانګړې توګه په سیاست کې نښتې ځای نلري.

په ډیپلوماسۍ کې په هرې مسئلې خبرې او مذاکرات کیږي او حل مناسبه لار ورته موندل کیږي. زه پوره باور لرم چې مونږ هم  دا بهیر په ډیره سالمه توګه پرمخ یوړو.



اړوند خبرونه