چاوش اوغلو: ترکیې تل د اروپايي ټولنې سره د ښه اړیکو غوښتنه کړې ده

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د هنګري د بهرنیو چارو وزیر سره چې د رسمي سفر په ترڅ کې ترکیې ته راغلی دی لیدنه وکړه.

1541655
چاوش اوغلو: ترکیې تل د اروپايي ټولنې سره د ښه اړیکو غوښتنه کړې ده

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د هنګري د بهرنیو چارو وزیر سره چې د رسمي سفر په ترڅ کې ترکیې ته راغلی دی لیدنه وکړه.

دواړو وزیرانو د لیدنې نه وروسته په ګډه خبري غونډه کې ګډون وکړ.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر دلته په خپله وینا کې وویل چې د هنګري د بهرنیو چارو وزیر ښاغلی پیتر د ترکیې او هنګري په ګډې اقتصادي غونډه کې د ګډون په خاطر ترکیې ته راغلی دی. دا غونډه په ډیره بریالۍ توګه پایته ورسیده. دا غونډه د دواړو هیوادونو د سوداګریز حجم هدف ته رسیدو له پلوه ځانګړی اهمیت لري. هغه وویل چې د دواړو هیوادونو ترمنځه سوداګریز حجم د کرونا ویروس سره سره مخ په لوړیدو دی.

هغه وویل چې ترکیې تل د هنګري سره اړیکو ته ډیر اهمیت ورکړی دی. پدې مهمه دوره کې دواړو هیوادونو یو بل سره ډیره مرسته کړې ده.

ددې مرستو له امله د هنګري د بهرنیو چارو وزیر او ددې هیواد نه مننه کوم.

هغه وویل چې د میلمه وزیر سره مو د یو زیات شمیر سیمه ایزو او نړۍوالو مسئلو په اړه خبرې وکړې. همداشان د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې او د اروپا د مشرانو د غونډې په اړه مو هم خبرې وکړې.

هغه وویل چې ترکیه  غواړي چې د اروپايي ټولنې سره اړیکو ته وده ورکړي. مونږ د ترکیې په توګه د ټولنې د پوره غړیتوب د ترلاسه کولو د مفکور او لید سره د اړیکو د ودې غوښتنه کوو. خو له بده مرغه چې لکه څرنګه چې مونږ غوښتل په هغه ډول اړیکو وده نده کړې. البته چې پدې برخه کې دواړو خواوو ځینې اشتباهات کړي دي.

د بله پلوه د هنګري د بهرنیو چارو وزیر بیا په خپلو څرګندونو کې د ترکیې او اروپايي ټولنې د اړیکو پر اهمیت د ټینګار سره وویل " که چیرې څوک يي مني او یا نه او یا دا خبره په چا ښه لګیږي او که نه خو حقیقت دا دی چې د اروپا امنیت د ترکیې په لاس کې دی. "

هغه وویل چې ترکیې په ځانګړې توګه د کډوالو په مسئله کې ډیره ستره  فداکاري کړې ده او نن ورځ هم دوام ورکوي.

د بله پلوه د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر  د یونان سره د روانو ستونزو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې اروپايي ټولنه باید د ترکیې او یونان ترمنځه د یو ډیر درست منځګړتوب رول په غاړه واخلي. هغه وویل چې یونان هیڅکله هم مذاکراتو ته غاړه نده ایښې. مونږ تل  د عقل سلیم سره د مثبتې هوا د حاکمولو هڅه کړې ده . تل مو د ډیپلوماسۍ او مذاکراتو له لارې د موجودې ستونزې د حل غوښتنه کړې او وړاندیز مو کړی دی.



اړوند خبرونه