ولسمشر اردوغان : په مدیترانه کې زمونږ غوښتنه عدالت، حقانیت، سوله او امنیت دی

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې اروپايي ټولنه باید هر څه ژر د ستراتیژیک ړوندتوب نه ځان وژغوري.

1540887
ولسمشر اردوغان : په مدیترانه کې زمونږ غوښتنه عدالت، حقانیت، سوله او امنیت دی

 

ولسمشر اردوغان دا څرګندونې د نړۍوالو پوهنتونونو د شورا او مدیترانې پوهنتون لخوا په انتالیا ولایت کې جوړ شوي د ختیځې مدیترانې ورکشاپ ته په  وینا کې وکړې.

ولسمشر اردوغان دې ورکشاپ ته خپل ویدیويي پیغام استولی دی.

ولسمشر اردوغان په خپل پیغام کې ویلي دي چې « اروپايي ټولنه باید هر څه ژر د موجودو ستراتیژیک ړوندتوب نه ځان وژغوري. د یونان او سویلي قبرس روم ادارې لخوا د ټولنې نه په ختیځه مدیترانه کې د الې په توګه استفادې ته باید اجازه ورنکړي. »

ولسمشر اردوغان وویل چې د اتحاد او همغږۍ تر نامه لاندې د قبرس د ترکانو او ترکیې سره باید لا زیات بې عدالتي ونشي.

هغه زیاته کړه چې " مونږ په ختیځه مدیترانه کې د ګډ ساحل لرونکو د سیمې د هیوادونو او قبرس د ترکانو په ګډون د یو ګډ کنفرانس د جوړولو وړاندیز کړی دی . د خپلو مخاطبینو نه د ترکیې لخوا اوږد شوي لاس د نیولو او زمونږ دې غوښتنې ته د لبیک ویلو تمه او غوښتنه کوو. په سر کې د یونان او په مدیترانه کې  ټولو ګاونډیو هیوادونو نه زما غوښتنه د ختیځې مدیترانې مسئلې ته د صفر جمع یوې لوبې په توګه د کتلو نه لاس واخلي. پوره باور لرم چې  ددې ستونزې یواځنۍ حل لاره  اعتدال، صمیمت، عقل سلیم سره حرکت کول ، د ټولو د حقونو نه دفاع کوونکي او د ګټې ګټې پر بڼسټ ولاړ  یو فورمول موندل دي."

ولسمشر اردوغان وویل د ترکیې په څیر یو هیواد چې د  مدیترانې سره تر ټولو اوږد ساحل خاوند دی په سیمه کې پرمختګونه د لرې نه مشاهده کول ناممکنه خبره ده.

ولسمشر اردوغان وویل چې ترکیه به هیڅکله هم د مدیترانې په اړه هغه پلان او نقشه چې ترکیه یواځې د انتالیا په سواحلو کې حپسوي قبول نکړي او هیڅوک دا مسئله تحمیلولی نشي. ترکیه د چا د حق او حقوقو د غضبولو هوډ نلري. د هغه ډاړه مارۍ او غل ذهنیت پر خلاف چې زمونږ د حقونو د لوټولو هوډ لري خپلې قوي مبارزې ده دوام ورکوو. ترکیه په ختیځه مدیترانه کې هیڅکله هم د تاوتریخوالي پلوي نکوي . ترکیه پدې سیمه کې د سولې، همکاریو، حقانیت او عدالت پلوي او غوښتنه کوي.



اړوند خبرونه