په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۹۶ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۱۴۷۰۵ تنو ته لوړه شوه.
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۳۱۸۹۶ مثبتې پیښې ثبت شوي دي
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۱۷۸ زره او ۹۰۳ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته ټسټ شوي چې د ۳۱۸۹۶ تنو
ټسټونه مثبت راوتلي دي.
همداشان په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۱۰۰ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي او د روغتون ته خارج شوي دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۴۲۷ زره او ۲۴۲ ته لوړه شوې ده .
همداشان د ناروغانو د ۵۸۰۰ تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.
د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس د ټستونو شمیره ۱۹ میلیونه ۵۱۷ زره او ۸۴ ته لوړه شوې ده.
د روغتیا وزارت ویلي دي چې په هیواد کې د سختو ناروغانو شمیره د پام وړ لوړه شوې ده چې ددې شمیرې د راټیټولو په خاطر باید تدابیر په قوي توګه مراعات کړو.
روغتیا وزیر وویل چې د مثبتو پیښو او ځاني تلفاتو شمیرې د راټیټولو یواځنۍ لار د تدابیرو مراعات کول دي. ځکه چې پدې برخه کې ښه خبر د قوي تدابیرو پورې تړلی دی.
اړوند خبرونه
ولسمشر اردوغان د لبنان د لومړی وزیر میقاتي سره ټیلیفوني خبرې وکړې
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لبنان له لومړي وزیر نجیب میقاتي سره ټیلیفوني خبرې وکړې.