د فرانسې پر خلاف د ولسمشر اردوغان ډیر سخت غبرګون

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د فرانسې د پارلمان لخوا  د قره باغ جمهوریت د په رسمیت پیژندو اړوند د طرحې د تصویبولو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود.

1539910
د فرانسې پر خلاف د ولسمشر اردوغان ډیر سخت غبرګون

 

ولسمشر اردوغان د تیرې پنجشنبې پر ورځ د فرانسې د پارلمان لخوا  د قره باغ جمهوریت د په رسمیت پیژندو د طرحې د تصویبولو په غبرګون کې وویل چې د ماکرون په مشرۍ فرانسه په یوې ډیرې خطرناکې دوره کې قرار لري. ددې په هیله چې دا هیواد هر څه ژر د ماکرون د شر نه خلاص شي.

ولسمشر اردوغان د اذربایجان د ولسمشر علي یف څرګندونو ته په اشارې سره وویل چې ښاغلي علي یف پاریس ته ډیر ښه وړاندیز کړی دی. هغه ویلي دي که چیرې فرانسه ډیر زیات ارمنیانو ته اهمیت قایل وي د فرانسې د مارسي ښار ته ارمنیانو ته ورکړي چې هلته ژوند وکړي. دا ډیره ساده خبره ده. زه هم فرانسې ته ورته وړاندیز کوم . د مارسي ښار ارمنیانو ته ورکړۍ. لکه څرنګه چې ټوله نړۍ او پخپله فرانسه هم پوهیږي قره باغ د اذربایجان خاوره ده چې د تیرو ۲۸ کلونو راهیسې د ارمنستان تر اشغال لاندې وه. خو دا چې فرانسه ددې واقعیت د منلو سره سره دا ډول ګامونه اوچتوي پدې نه پوهیږو چې د څه په لټه کې دی.

د ویلو ده چې یوه څه موده مخکې د فرانسې د مشرانو جرګې د قره باغ جمهوریت د په رسمیت پیژندو اړوند طرحه تصویب کړه. همداشان د تیرې پنجشنبې پر ورځ د فرانسې پارلمان هم دا طرحه تصویب کړه. پدې طرحه کې د فرانسې د دولت نه قره باغ د یو خپلواکه جمهوریت او ناګورنو قره باغ جمهوریت په رسمي نوم د په رسمیت پیژندو غوښتنه شوې ده .



اړوند خبرونه