ترکیې وسله والو ځواکونو د سوریې په شمال کې ترهګرو ته ستر ګوزار ورکړ

ترکیې وسله والو ځواکونو د سوریې په شمال کې ۱۷ تنه ترهګر له منځه یوړل

1539463
ترکیې وسله والو ځواکونو د سوریې په شمال کې ترهګرو ته ستر ګوزار ورکړ

په سوریه کې د زیتون څانګې د عملیاتو په سیمه کې  په نښته کې چې یو تن ترک سرتیری په شهادت رسیدلی وو ۱۷ تنه ترهګرو له منځه یوړل شول.

د ترکیې د وسله والو ځواکونو د سوریې په شمال  کې د ترهګرو نه تصفیه کړو سیمو ته د پ ک ک / وای پ جي ترهګرو د تیریدو هڅه ناکامه کړه. ترکي ځواکونو او ترهګرو ترمنځه په نښته کې یو تن ترک سرتیری په شهادت رسیدلی وو. ترکي ځواکونو د خپل قهرمان سرتیري د غچ اخیستو په عملیاتو کې ترهګرو ته ډیر ستر ګوزار ورکړ.

د ترکیې د ملي دفاع وزارت په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې تیره ورځ  ترهګرو د سوریې په شمال کې یو تن ترک سرتیری په شهادت ورسو چې ترکي ځواکونو د خپل اتل سرتیري غچ واخیست. د ترکیې وسله والو ځواکونو پدې نښته کې  ۶ تنه ترهګر ووژل خو پاتې وتښتیدل. د ترکیې بې پیلوټه الوتکو د تتښتیدلو ترهګرو د تثبیت په خاطر عملیات پيل کړل.  د عملیاتو پر مهال ۱۱ تنه نور ترهګرو هم تثبیت او له منځه یوړل شول.

ملي دفاع وزارت ویلي دي چې د ترکیې وسله والو ځواکونو د خپل اتل سرتیري غچ واخیست او ۱۷ تنه ترهګر يي له منځه یوړل.


پيوندونه: #ترهګر , #سوریه , #ترکیه

اړوند خبرونه