په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۸۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۲۹۲۸۱ مثبتې پيښې ثبت شوي دي

1536408
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۸۵  تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۸۵ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره  ۱۳۵۵۸   تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۱۶۸  زره او ۲۱۲ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د ۲۹۲۸۱ تنو

ټسټونه   مثبت راوتلي دي. د روغتیا وزیر وویل چې د مثبتو پيښو نه  په  ۶۴۳۹ تنو ناروغانو کې د کرونا ویروس علایم ثبیت شوي او روغتونونو ته يی مراجعه کړې ده. په پاتې کسانو کې د کرونا ویروس علایم ندي لیدل شوي خو ټسټونه يي مثبت راوتلي دي.

 همداشان په تیرو  ۲۴ ساعتونو کې ۴۰۱۵ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ او د روغتون ته خارج شوي‌ دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۴۰۰ زره او  ۲۴۲ ته لوړه شوې ده .

همداشان  د ناروغانو د ۵۰۱۱    تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره  ۱۸  میلیونه  ۴۱۵ زره او   ۶۳۶ ته لوړه شوې ده. 

د روغتیا وزارت ویلي دي چې په هیواد کې د سختو ناروغانو شمیره د پام وړ لوړه شوې ده چې ددې شمیرې د راټیټولو په خاطر باید تدابیر په قوي توګه مراعات کړو.

روغتیا وزیر وویل چې د مثبتو پیښو او ځاني تلفاتو  شمیرې د راټیټولو یواځنۍ لار د تدابیرو مراعات کول دي. ځکه چې پدې برخه کې ښه خبر د قوي‌ تدابیرو پورې تړلی دی.



اړوند خبرونه