په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۸۲ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۳۰۱۰۳ مثبتې پیښې ثبت شوي دي

1536100
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۸۲ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۸۲ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره  ۱۳۱۹۱   تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۱۷۴  زره او ۴۴۳ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د ۳۰۱۰۳ تنو

ټسټونه   مثبت راوتلي دي. د روغتیا وزیر وویل چې د مثبتو پيښو نه  په  ۶۷۱۴ تنو ناروغانو کې د کرونا ویروس علایم ثبیت شوي او روغتونونو ته يی مراجعه کړې ده. په پاتې کسانو کې د کرونا ویروس علایم ندي لیدل شوي خو ټسټونه يي مثبت راوتلي دي.

 همداشان په تیرو  ۲۴ ساعتونو کې ۳۶۱۱ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ او د روغتون ته خارج شوي‌ دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۳۹۶ زره او  ۲۲۷ ته لوړه شوې ده .

همداشان  د ناروغانو د ۴۹۰۳    تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره  ۱۸  میلیونه  ۲۴۷ زره او   ۴۲۴ ته لوړه شوې ده. 

د روغتیا وزارت ویلي دي چې په هیواد کې د سختو ناروغانو شمیره د پام وړ لوړه شوې ده چې ددې شمیرې د راټیټولو په خاطر باید تدابیر په قوي توګه مراعات کړو.

روغتیا وزیر وویل چې د مثبتو پیښو او ځاني تلفاتو  شمیرې د راټیټولو یواځنۍ لار د تدابیرو مراعات کول دي. ځکه چې پدې برخه کې ښه خبر د قوي‌ تدابیرو پورې تړلی دی.



اړوند خبرونه