د ټي آر ټي ورلډ فورم  ۲۰۲۰ د ولسمشر رجب طیب اردوغان په پرانیست وینا پیلیږي.

ټي آر ټي ورلډ فورم ۲۰۲۰ د دسمبر په لومړۍ نیټه پیلیږي

1535972
د ټي آر ټي ورلډ فورم  ۲۰۲۰ د ولسمشر رجب طیب اردوغان په پرانیست وینا پیلیږي.

 

د نړۍ د مختلفو سیمو مشران، متخصصین، اکاډمیسینان او مشهورې څیرې د کرونا ویروس نه وروسته د بدل شوو موازنو په اړه ویناګانې کوي. د ټي آر ټي لخوا د دسمبر په لومړۍ نیټه د دوو ورځو لپاره په انلاین ډول جوړیدونکي ټي آر ټي ورلډ فورم ۲۰۲۰  د هر کال په څیر سږ کال هم د افتخاري میلمه ولسمشر رجب طیب اردوغان په پرانیست وینا پیلیږي.

ولسمشر اردوغان چې د ۲۰۱۷ کال راهیسې په منظم ډول هر کال د ټي آر ټي ورلډ فورم کې ګډون کوي او د ترکیې او نړۍ په اړه د مهمو څرګندونو سره د نړۍ په رسنیو کې پراخه انعکاس موندلی په سږني فورم کې هم ګډون او وینا کوي.

دولتي اراکین به د ټي آر ټي ورلډ فورم ۲۰۲۰ کې ګډون وکړي.

په ټي آر ټي ورلډ فورم ۲۰۲۰ کې به د ولسمشر اردوغان نږدي کاري ملګري د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو رئیس فخرالدین التون او د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند ابرهیم قالن، د صنایع او ټکنالوژۍ وزیر مصطفی ورانک او د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو هم ګډون وکړي.

د عامه اړیکو رئیس فخرالدین التون د نړۍ د مهمو مسئلو په اړه به ډیرې مهمې څرګندونې وکړي. همداشان د تیرو کلونو په څیر سږ کال هم پدې فورم کې به د نړۍ د څلورو ګوډونو نه ډیرې مهمې څیرې ګډون وکړي.

د پانډمي نه وروسته په نړۍ کې د نړۍوال نظم او بدل شوو طاقتونو  د عنوان لاندې په جوړیدونکو ناستو کې به د دولت مهمې څیرې د ډیرو مهمو مسئلو په اړه په غونډو کې ګډون وکړي.

همداشان د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند ابراهیم قالن به د پانډمي په دوره کې څو قطبي نړۍ، نړۍوالو همکاریو راتلوونکی په څیر په مسئلو به بحث او غور وکړي. همداشان د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو به د دولتونو ترمنځه په اړیکو کې د کرونا ویروس نه وروسته دورې په اړه په ناسته کې ګډون وکړي.

همداشان د صنایع وزیر مصطفی ورانک به د پانډمي نه وروسته په نړۍ کې د تکنالوژۍ راتلوونکی په ناسته کې کې د نړۍوالو مسئلو باندې خبرې وکړي.

د ټي آر ټي ورلډ فورم په اړه د لا زیاتو معلوماتو لپاره د ټي آر ټي ورلډ فورم انټرنټ پاڼې ته مراجعه وکړۍ.



اړوند خبرونه