ابراهیم ایرن : ټي آر ټي ورلډ فورم د دسمبر په لومړۍ نیټه پیلیږي

د ترکیې د ملي راډیو تلویزیون رئیس ابراهیم ایرن وویل چې د ټي ار ټي ورلډ فورم د تل په څیر سږ کال هم د نړۍ پر مهمو مسئلو  بحث او ارزونې کوي.

1535409
ابراهیم ایرن : ټي آر ټي ورلډ فورم د دسمبر په لومړۍ نیټه پیلیږي

 

ایرن وویل چې سږنی فورم د پانډمي نه وروسته په نړۍ کې نړۍوال نظم او بدل شوي قوتونه سرلیک لاندې د دسمبر په لومړۍ او ۲ یمو نیټو جوړیږي.

هغه وویل چې د ټي آر ټي ورلډ فورم د ټولو پروژو اصلي هدف انساني او وجداني مسئولیتونه او په نړۍوالو ستونزو بحث کول او نړۍوالو ستونزو ته د حل لارې لټولو په خاطر يو پلاټ فورم رامنځته کول دي. ټي آر ټي ورلډ فورم پدې ۳ کلونو کې د توقعاتو نه لوړې لاسته راوړنې کړي دي.

هغه وویل چې د کرونا ویروس د اوبا له امله سږ کال په انلاین ډول سره جوړیږي.

د تل په څیر سږ کال به هم د نړۍ په ډیرو مهمو مسئلو بحث وکړو.

د پانډمي په دوره کې د نشراتو په رول، د روغتیا نړۍوالو ستونزو ته ګډې حل لارې ، د کاروبار او پوهنې د سکتور پر راتلوونکې او پدې سختو شپو ورځو کې د بشري مرستو پر اهمیت په څیر په مسئلو به بحث او غور وشي.

هغه زیاته کړه چې زمونږ نیت او اهداف تر وروستۍ درجې غوڅ او پاک دي.

مونږ غواړو چې په نړۍ کې د موجود مشکلاتو د ترجمانۍ ، حل لارو وړاندیزونو او مختلفو فکرونو ته د خبرو حق ورکولو زمینه برابره کړو.

هغه وویل هر هغه څوک چې په انلاین ډول پدې فورم کې ثبت نام وکړي  کولای شي چې په خلاصو جلسو او ناستو کې ګډون وکړي. همداشان د فورم یو زیات شمیر ناستې او غونډې د ټولنیزې مډیا له لارې هم په ژوندۍ بڼه خپریږي.

په تیرو دوو کلونو کې هر کال څه باندې زر تنه پدې فورم کې ګډون کړی دی خو سږ کال تمه کیږي چې د ګډون کوونکو رقم لا لوړ وي.

هغه وویل چې د ترکیې ملي راډیو تلویزیون د قوي تجربو او بل ډول لیدلوري سره د نړۍ په کچه په یو ډیر مهم برانډ بدل شوی دی. مونږ د خپلو پروژو او نشراتو سره تل هڅه کوو چې د ټولنې اساسي مسایلو ته پاملرونه وکړو او د ټولنې د لا پياوړي کولو په خاطر د قوي ګامونو اوچتول خپل مسئولیت بولو.

هغه وویل چې ټي آر ټي به په نړۍواله کچه د بشریت، سولې، هوساینې او عدالت لپاره خدمت کولو ته دوام ورکړي.



اړوند خبرونه