ولسمشر اردوغان د ښځې او عدالت په نړۍواله غونډه کې په انلاین توګه ګډون وکړ

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ښځو او عدالت په څلورمه نړۍواله غونډه کې په انلاین توګه ګډون وکړ.

1534739
ولسمشر اردوغان د ښځې او عدالت په نړۍواله غونډه کې په انلاین توګه ګډون وکړ

 

ولسمشر اردوغان دې غونډې ته په خپله وینا کې وویل چې د دجیتل فاشیزم پر خلاف باید په ګډه توګه مبارزه وکړو.

ولسمشر اردوغان وویل چې د پيړیو پیړیو راهیسې د توکمي او دیني فاشیزم نه ډیر زیات ربړیدلي او ځوریدلي یو. همداشان نن ورځ بله مسئله چې خطر يي تر ټولو احساسیږي په هره برخه کې د دجیتل کیدو وده ده. پدې برخه کې د ډیټا کنټرول ډیره ګرانه خبره ده. هغه وویل چې د دجیتل کیدو پای فاشیزم لامل کیږي. د دجیتل فاشیزم پر خلاف باید په ګډه مبارزه وکړو. د حل لارې باید ولټول شي. په تیرو پیړیو کې جګړو راړولي خسارات باید هیر نکړو. همداشان د دجیتل کیدو له امله رامنځته شوو بې عدالیتو مخه باید په ګډه ونیسو.

ولسمشر اردوغان وویل چې تیر کال په ترکیې ډیر زیات سایبري بریدونه شوي دي. لکه څرنګه چې د هیواد د پولو امنیت مهم دی په همدې اندازه په هیواد کې د ډیټا خوندي ساتل هم مهم دي.



اړوند خبرونه