په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۶۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۲۸۳۵۱ مثبتې پیښې ثبت شوي دي

1534409
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۶۸  تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۶۸ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره  ۱۲۸۴۰   تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۱۶۴  زره او ۵۴۷ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د ۲۸۳۵۱ تنو

ټسټونه   مثبت راوتلي دي. د روغتیا وزیر وویل چې د مثبتو پيښو نه  په  ۶۸۱۴ تنو ناروغانو کې د کرونا ویروس علایم ثبیت شوي او روغتونونو ته يی مراجعه کړې ده. په پاتې کسانو کې د کرونا ویروس علایم ندي لیدل شوي خو ټسټونه يي مثبت راوتلي دي.

 همداشان په تیرو  ۲۴ ساعتونو کې ۳۹۱۱ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ او د روغتون ته خارج شوي‌ دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۳۸۵ زره او   ۴۸۰ ته لوړه شوې ده .

همداشان  د ناروغانو د ۴۶۴۱    تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره  ۱۷  میلیونه  ۷۳۳زره او   ۵۲۰ ته لوړه شوې ده. 

د روغتیا وزارت ویلي دي چې په هیواد کې د سختو ناروغانو شمیره د پام وړ لوړه شوې ده چې ددې شمیرې د راټیټولو په خاطر باید تدابیر په قوي توګه مراعات کړو.

د بله پلوه د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیره ورځ وویل که چیرې هیوادوالو اعلان شوي تدابیر لکه څرنګه چې لازم وي مراعات نکړي مجبوریږو چې لا سخت تدابیر او بندیزونه اعلان کړو.

روغتیا وزیر وویل چې د مثبتو پیښو او ځاني تلفاتو  شمیرې د راټیټولو یواځنۍ لار د تدابیرو مراعات کول دي. ځکه چې پدې برخه کې ښه خبر د قوي‌ تدابیرو پورې تړلی دی.



اړوند خبرونه