ولسمشر اردوغان د روسیې د ولسمشر سره ټیلیفوني خبرې وکړې

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

1533748
ولسمشر اردوغان د روسیې د ولسمشر سره ټیلیفوني خبرې وکړې

 

د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست ویلي دي چې ولسمشر اردوغان تیره شپه د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې.

دواړو مشرانو پدې ټيلیفوني خبرو کې د اذربایجان د قره باغ پر وضعیت، سوریې او لیبیا پر مختګونو وکړې.

ولسمشر اردوغان پدې ټیلیفوني خبرو کې ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې په قره باغ کې د ترکیې او روسیې لخوا په ګډه جوړیدونکي د ګډو فعالیتونو مرکز هر څه ژر د جوړیدو هیله لري.

ولسمشر اردوغان وویل چې ارمنستان ته باید د لاسلیک کړي تړون د مسئولیتونو د پر ځای کولو نه د تیښتې اجازه ورنکړل شي. هغه ددې خبرې په ټینګار وویل چې د مینسک پر ډلې چې د اذربایجان او ارمنستان ترمنځه ستونزه د سوله ایزو لارو څخه د حل په خاطر جوړه شوې وه او له بده مرغه چې ددې ستونزې د حل سره د ذرې په اندازه هم مرسته نده کړې نیوکه نه کوم ناممکنه خبره ده.

د ویلو ده چې د مینسک ډله د روسیې ، امریکا او فرانسې  نه جوړه ده.



اړوند خبرونه