د ښوونکې د ورځ په اړه د ولسمشر اردوغان لخوا د مبارکۍ پیغام

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په ترکیه کې د ښوونکي د ورځې په مناسبت د مبارکۍ پیغام خپور کړ

1533432
د ښوونکې د ورځ په اړه د ولسمشر اردوغان لخوا د مبارکۍ پیغام

 

ولسمشر اردوغان په خپور کړي پیغام کې ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې په ترکیه کې د امکاناتو د کچې د لوړیدو سره سم  د ښوونکو سره د مالي او ټولنیز پلوه لا زیاته مرسته وکړو.

ولسمشر اردوغان د نوامبر ۲۴ مه د ښوونکي د ورځې په مناسبت په خپور کړي پیغام کې ویلي دي، ښوونکي چې په کومه اندازه د قدر وړ دي په همدې اندازه یو ډیر دروند او مهم مسلک اجراء کوي. د همدې امله د خپل ځان، خپل ملت او هیواد په استازیتوب ټولو ښوونکو ته د ښوونکي د ورځې له امله مبارکي وایم او قدرداني کوم.

ولسمشر اردوغان وویل چې ښوونکی د ښوونې سره سم روزونکی ، تربیه ورکوونکی، په زده کوونکو کې پټ جوهر راویستونکی  دی. د پیاوړې ټولنې، پیاوړي هیواد او پیاوړي ترکیې هدف ته د رسیدو لپاره د یو رسیدلي او پوه نسل سره د امکان وړ دی. همداشان دې هدف ته رسیدو په خاطر د پوهنې او روزنې ملي سیاستونو سره د رسیدو سره د امکان وړ دي.

ولسمشر اردوغان ویلي دي چې د هیواد د پوهنې او روزنې د سیستم ستنې زمونږ ښوونکو د مالي او ټولنیزو امکاناتو د لوړولو، هغوې ته ډاډمن او هوساینې ډک ژوند برابرول زمونږ اصلي دنده ده.

د هیواد امکاناتو د کچې د لوړیدو سره سم د ښوونکو نه به د مالي او ټولنیز پلوه مرستو کچه هم لوړه کړو.

پدې مهمه ورځ چې د ملت مکتبونه پرانیستل شول او غازي مصطفی کمال اتاترک ته د سر معلم عنوان ورکړ شو د هیواد دننه او بهر زمونږ ټولو ښوونکو او تعلیمي اداراتو ته د زړه له تله مبارکي وایم.



اړوند خبرونه