د اروپايي ټولنې پر خلاف د ترکیې ډیر سخت غبرګون

ترکیې د اروپايي ټولنې د سمندري ځواکونو لخوا د ملګروملتونو لخوا پر لیبیا د لګول شوو  بندیزونو د څار د عملیاتو په چوکاټ کې د ترکیې د یوې تجاري کښتۍ د درولو او تلاشي کولو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود.

1533086
د اروپايي ټولنې پر خلاف د ترکیې ډیر سخت غبرګون

 

ترکیې په انقره کې د اروپايي ټولنې او ایټالیا سفیران او د جرمني شارژدافیر د بهرنیو  چارو وزارت ته رااحضار کړ او د ایریني عملیاتو په چوکاټ کې د ترکیې پر تجاري کښتۍ د عملیاتو ترسره کولو په اړه ډیر سخت غبرګون .

د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپور شوي بیان کې ویل شوي دي چې د اروپايي ټولنې د سمندري ځواکونو پر لیبیا د لګول شوو بندیزونو د څار د فعالیتونو په چوکاټ کې د ترکیې د اجازې پرته د ترکیې په تجاري کښتۍ عملیاتو ترسره کول او د کښتۍ تلاشي کول په اړه ډیر سخت غبرګون ښودلی او اړوند هیوادونو ته اعتراضي یاداشت ورکړی دی.

په یاداشت کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوي دي چې دا عملیات د نړۍوالو قوانینو او حقوقو نه په ښکاره توګه سرغړونه ده او د خساراتو د جبران حقونه مو خوندي دي.

د یادولو وړ ده چې تیره ورځ په مدیترانه کې د ترکیې یوه تجاري کښتۍ چې په خوراکي توکو او د رنګونو په څیر په مختلفو تجاري توکو بار وه د یوناني قومندان د سوق او ادارې لاندې په عملیاتو کې د جرمني د جنګۍ کښتۍ لخوا د درول کیدو نه وروسته پکې په غیرې قانوني  او د نړۍوالو حقوقو نه د سرغړونو سره  پلټنې وشوې.

ترکیې ددې پلټنو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود.



اړوند خبرونه