ولسمشر اردوغان : هیواد به د اقتصادي او ډیموکراسۍ له پلوه ډیرې لوړې سویې ته ورسو

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې په ترکیه کې به د اقتصادي ودې او پیاوړې ډیموکراسۍ په برخه کې یوه نوې دوره پيل کړو.

1531369
ولسمشر اردوغان : هیواد به د اقتصادي او ډیموکراسۍ له پلوه ډیرې لوړې سویې ته ورسو

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې په ترکیه کې به د اقتصادي ودې او پیاوړې ډیموکراسۍ په برخه کې یوه نوې دوره پيل کړو.

ولسمشر اردوغان دا څرګندونې د ترکیې د مستقلو صنایعګرانو او سوداګرو په ایکسپو نندارتون کې وکړې. هغه وویل چې د هیواد په توګه هم د ملت روغتیا خوندي ساتنې ته جدي پاملرنه کوو او هم تولیداتو او استخدام ته د وقفې سره د نه مخامخیدو هڅه کوو.

هغه وویل چې د نوي ډول کرونا ویروس کووید ۱۹ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې مو لازم هر څه کړي دي. د هیواد د ساینس پوهانو د توصیو په مطابق مو لازم هر ډول ګامونه اوچت کړي دي.

ولسمشر اردوغان وویل چې موجود شرایط په ډیره ښه توګه د ارزولو سره په یو ښه فرصت د بدلولو په مسئله کې پوره عزم او اراده لرو. پداسې حال کې ټوله نړۍ د کرونا ویروس د دویمې څپې له امله په ډیر بد وضعیت کې قرار لري ترکیه نثبتآ په ښه وضعیت کې قرار لري.

ولسمشر اردوغان وویل په اقتصادي او ډیموکراسۍ په برخه کې به انشاالله چې هیواد ډیرې لوړې کچې ته ورسو. هیواد کې به د قوي اقتصاد او پیاوړي ډیموکراسۍ نوې دوره پیل کړو.

ولسمشر اردوغان وویل چې هیواد باید خامخا د سود او انفلیشن سرمایې د شر نه وژغورو. سود سبب دی او انفلیشن نتیجه.

ولسمشر اردوغان وویل چې هم د هیواد د اقتصادي سویې د لوړولو، هم  د ډیموکراسۍ د لا پیاوړي کولو او هم  په هیواد کې د ازادیو او هیوادوالو  د ورځني ژوندانه کچې د لوړولو په خاطر شپه او ورځ کار کوو او پدې د نوو پلانونو د عملي کولو په لټه کې یو.



اړوند خبرونه