ترکیې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود

ترکیې د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو لخوا په لویدیځه تراړه کې د اشغال لاندې د یهودانو د غیرې قانوني ښار ګوټي د لیدنې په اړه ډیر سخت غبرګون وښود .

1531075
ترکیې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود

 

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې ، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو اسرائیل ته د خپل سفر په ترڅ کې د اشغال لاندې په لویدیځه تراړه کې  د یهودانو د غیرې قانوني ښار ګوټي نه لیدنه د ملګروملتونو د امنیت  شورا چې امریکايي دایمي غړی دی د حکمونو او نړۍوالو حقوقو نه په ښکاره توګه سرغړونه ده. دا سفر د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا او نړۍوالو حقوقو د پریکړو سره په ټکر کې یو دی چې تر وروستۍ درجې یو وخیم ګام دی.

په بیان کې راغلي دي چې ددې سفر نه موخه په اصل کې د اسرائیلو تر اشغال لاندې په فلسطیني خاورو کې جوړو شوو غیرې قانوني ښار ګوټو ته مشروعیت ورکول دي. دا ډول غیرې مسئولانه یو پلوي ګامونه د اسرائیل فلسطین ترمنځه موجودو اختلافاتو د حل په خاطر د نړۍوالې ټولنې هلو ځلو او د ملګروملتونو پریکړو او د فلسطین د خلکو د حق او ازادیو د خپو لاندې کول دي.

په بیان کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوي دي چې دا ډول بې مسئولیته ګامونه تل په ناکامۍ محکوم دي.

ترکیه  د خپلو فلسطیني ورونو د حقونو او ګټو نه د نړۍوالو حقوقو په رڼا کې دفاع کولو او د فلسطین د خلکو د پر حق دعوا نه دفاع کولو ته دوام ورکوي.



اړوند خبرونه