په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۱۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

په ترکیه کې د کرونا ویروس د مثبتو پیښو شمیره د ۴۲۵ زرو نه واوښته

1530168
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۱۶  تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۱۶ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره  ۱۱۸۲۰   تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۱۵۸  زره او ۸۱۱ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د ۴۲۱۵ تنو

ټسټونه   مثبت راوتلي دي. هغه زیاته کړه چې  د نوو شمیرو سره په هیواد کې د  کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۴۲۵  زره  ۶۲۸ تنو   ته لوړه شوې ده .

 همداشان په تیرو  ۲۴ ساعتونو کې ۲۵۹۲ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ او د روغتون ته خارج شوي‌ دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۳۶۱ زره او   ۶۵۵ ته لوړه شوې ده .

همداشان  د ناروغانو د ۳۷۴۲    تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره  ۱۶  میلیونه  ۶۲۳ زره او   ۴۸۹ ته لوړه شوې ده. 

روغتیا وزیر وویل چې د مثبتو پیښو او ځاني تلفاتو  شمیرې د راټیټولو یواځنۍ لار د تدابیرو مراعات کول دي. ځکه چې پدې برخه کې ښه خبر د قوي‌ تدابیرو پورې تړلی دی.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ کابینې د کرونا ویروس پر خلاف د مبارزې په چوکاټ کې یو زیات شمیر نوي تدابیر اعلان کړل.

د تدابیرو په چوکاټ کې د ۶۵ کلونو نه د لوړ عمر لرونکو او د ۲۰ کلونو نه د کمو عمر لرونکي یواځې د سهار د لسو نه د مازیګر تر ۴ بجو د ګرځیدو حق لري.

همداشان ښوونځي چې یو څه موده مخکې د زده کوونکو پر مخ پرانیستل شوي وو بیرته وتړل شول او درسونه انلاین شول.



اړوند خبرونه