په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۹۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۴۰۸ تنو ته لوړه شوه

1527610
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۹۳  تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۹۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره  ۱۱۳۲۶   تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۱۴۹  زره او ۹۴۲ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د ۳۰۴۵ تنو

ټسټونه   مثبت راوتلي دي. هغه زیاته کړه چې  د نوو شمیرو سره په هیواد کې د  کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۴۰۷  زره  ۹۳۹ تنو   ته لوړه شوې ده .

 همداشان په تیرو  ۲۴ ساعتونو کې ۲۰۱۰ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ او د روغتون ته خارج شوي‌ دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۳۴۸ زره او   ۸۰۴ ته لوړه شوې ده.

همداشان  د ناروغانو د ۳۳۵۶    تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره  ۱۵  میلیونه  ۸۶۳ زره او   ۸۳۳ ته لوړه شوې ده. 

د ویلو ده چې د ډیرې اوږدې مودې وروسته په ترکیه کې د لومړي ځل لپاره په ۲۴ ساعتونو کې د مړو شمیره د ۹۰ نه د د مثبتو پیښو شمیره د ۳زرو تنو نه واوښته.

روغتیا وزیر وویل چې د مثبتو پیښو او ځاني تلفاتو  شمیرې د راټیټولو یواځنۍ لار د تدابیرو مراعات کول دي. ځکه چې پدې برخه کې ښه خبر د قوي‌ تدابیرو پورې تړلی دی.



اړوند خبرونه