د ترکیې بهرمیشتو ترکانو او ترک تبارو ټولنې رئیس د لیبیا نه راغلي هئیت سره لیدنه وکړه

عبدالله ایرن : په لیبیا کې د ترکیې یواځنی هدف د حق او حقانیت نه دفاع کول دي

1527653
د ترکیې بهرمیشتو ترکانو او ترک تبارو ټولنې رئیس د لیبیا نه راغلي هئیت سره لیدنه وکړه

د ترکیې د بهرمیشتو ترکانو او ترک تبارو ټولنو رئیس د لیبیا نه راغلي هئیت سره لیدنه وکړه.

د ترکیې د بهر میشتو ترکانو او ترک تبارو ټولنو رئیس عبدالله ایرن د لیبیا د سترو قومونو آمازیغ،طوارق او تبو د مخورو قومي مشرانو او استازو سره په پلازمینه انقره کې لیدنه وکړه.

پدې لیدنه کې د پوهنې او کولتور په برخو کې د ترکیې د بهرمیشتو ترکانو او ترک تبارو د ټولنې لخوا د لیبیا سره په ترسره شوو مرستو او پدې برخو کې د همکاریو په امکاناتو خبرې وکړې.

ایرن پدې لیدنه کې د لیبیايي هئیت سره د هر ډول مرستو ژمنه وکړه.

همداشان د ترکېې د بهرمیشتو او ترک تبارو ټولنو رئیس ایرن د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پيغام کې ویلي دي چې په لیبیا کې د ترکیې یواځنی هدف د حق او حقانیت نه دفاع  کول دي.

هغه ویلي دي چې د بهرمیشتو ترکانو او ترک تبارو ټولنو ریاست هم په همدې رڼا او موخو په چوکاټ کې د لیبیا سره مرستې کوي.

هغه ویلي دي چې د دوست او ورور هیواد لیبیا د سترو قومونو د استازو او قومي مشرانو نه په پلازمینه انقره کې کوربه توب او د هغوې سره د لیدنې له امله ډیر خوښ یم.

زمونږ هدف په راتلوونکې د موجودې همکارۍ لا قوي کول او په ګده کار کول دي.



اړوند خبرونه