ولسمشر اردوغان د روسیې د ولسمشر سره ټیلیفوني خبرې وکړې

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

1525704
ولسمشر اردوغان د روسیې د ولسمشر سره ټیلیفوني خبرې وکړې

 

د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست لخوا د خپور شوي بیان له مخې  ولسمشر اردوغان د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره پدې ټیلیفوني خبرو کې د ترکیې او روسیې په اړیکو، قره باغ ستونزې او سوریې په ګډون د سیمه ایزو مسئلو په اړه خبرې او تبادل د نظر وکړ.

ولسمشر اردوغان پدې ټیلیفوني خبرو کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې د قره باغ د ستونزې د دایمي حل په خاطر اوچت شوی ګام یو ډیر پر ځای ګام دی.

ترکیې او روسیې چې ددې مسئلې سره ډیره زیاته مرسته کړې ده دا مهم فرصت د لاسه ورکولو نه مخکې د عادل او دایمي سولې نه باید په سیمه کې د استقرار د ټینګښت په لاره کې استفاده وکړي. هغه وویل چې پدې نقطه کې تر ټولو مهمه مسئله د ارمنستان لخوا اوربند او کړو تعهداتو ته قوي ژمنتیا ده.

ولسمشر اردوغان وویل چې ترکیه هم د ارمنستان د اشغال نه په ژغورل شوې سیمه کې د اذربایجان لخوا  په معلومیدونکې سیمه کې په جوړیدونکي  د اوربند د څار  او کنټرول په ګډ مرکز په فعالیتونو کې به برخه واخلي. خو پدې مسئله کې روسیه تر ټولو زیات مسئولیت په غاړه لري.

ولسمشر اردوغان د ارمنستان لخوا د قره باغ د اشغالولو له امله خپلو کلو او کورونو پریښودو ته اړ شوي اذربایجان وګړي بیرته خپلو کورونو ته د راستنولو په خاطر د اذربایجان او نهچیوان ترمنځه د یو دهلیز د پرانیستو پر اهمیت د ټینګار وکړ .

ولسمشر اردوغان د قره باغ د ستونزې د حل په مسئله کې د ترکیې او روسیې  همکاریو اهمیت ته په اشارې سره وویل ، د سوریې د بحران د حل لپاره هم عینې همکارۍ ته اړتیا لرو.

د سوریې د بحران په حل کې هم قره باغ ته د ورته یو میکانیزم نه کار اخیستی شو.



اړوند خبرونه