په مدیترانه کې د یونان ټانکر کښتۍ د ترکیې د کب نیوونکو د کښتۍ سره جنګیدلې ده

په مدیترانه کې د  یوناني ټانکر کښتۍ او ترکیې د کب نیوونکو د  کښتۍ د جنګیدو په نتیجه کې ۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

1525878
په مدیترانه کې د یونان ټانکر کښتۍ د ترکیې د کب نیوونکو د کښتۍ سره جنګیدلې ده

 

د ترکیې د ادانا ولایت والي دفتر لخوا په خپور شوي بیان کې ویل شوي دي چې نن چار شنبه د نوامبر ۱۱ مه نيټه په مدیترانه کې د قره تاش ولسوالۍ په سواحلو کې یوناني ټانکر کښتۍ د ترکیې د کب نیوونکو د کښتۍ سره جنګیدلې ده چې په نتیجه کې ۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

په بیان کې راغلي دي چې دا پیښه د سهار په پنځو بجو او ۵۰ دقیقو د قره تاش ولسوالۍ  په ۱۵ سمندري مایل واټن کې  رامنځته شوې ده .

پدې پیښه کې د ترکیې د کب نیوونکو کښتۍ په سمندر کې ډوبه شوې ده چې په نتیجه کې په کښتۍ کې د سپرو پنځو تنو نه د ۴ تنو کب نیوونکو مړي موندل شوي دي او یو تن يي لا درکه دی.

د یو تن بل د موندولو په خاطر د پلټنې عملیات پیل شوي دي. د عملیاتو په چارو کې درې د سواحلو د امنیت کښتیو او سواحلو  امنیت ماڼوګانو هم ګډون کړی دی.

د پیښې په اړه تحقیقات پیل شوي دي.



اړوند خبرونه