په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۸۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره د ۳۹۴ زرو نه واوښته

1524253
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۸۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۸۴ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره  ۱۰۸۸۷   تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۱۴۱  زره او ۹۴۴ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د ۲۵۱۶  تنو

ټسټونه   مثبت راوتلي دي. هغه زیاته کړه چې  د نوو شمیرو سره په هیواد کې د  کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۳۹۴  زره  ۲۵۵ تنو   ته لوړه شوې ده .

 همداشان په تیرو  ۲۴ ساعتونو کې ۲۰۱۸ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ او د روغتون ته خارج شوي‌ دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۳۳۸ زره او   ۲۳۹ته لوړه شوې ده.

همداشان  د ناروغانو د ۲۷۴۰    تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره  ۱۵  میلیونه  ۱۲۷زره او   ۸۱۱ ته لوړه شوې ده. 

روغتیا وزیر وویل چې د مثبتو پیښو او ځاني تلفاتو  شمیرې د راټیټولو یواځنۍ لار د تدابیرو مراعات کول دي. ځکه چې پدې برخه کې ښه خبر د قوي‌ تدابیرو پورې تړلی دی.



اړوند خبرونه