د ترکیې د ملي شورا رئیس د فرانسې د پولیسو پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود
د ترکیې د ملي شورا رئیس مصطفی شنتوپ د فرانسې د پولیسو لخوا پرون د ۴ تنو ماشومانو د نیولو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود
د ترکیې د ملي شورا رئیس مصطفی شنتوپ د فرانسې د پولیسو لخوا پرون د ۴ تنو ماشومانو د نیولو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود او وویل چې دا دولت په لاس ترسره شوې داړه ماري ده.
شنتوپ په استانبول کې د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې. هغه وویل چې د اوږدې مودې راهیسې په فرانسه کې داسې پرمختګونو رامنځته کیږي چې په ټوله اسلامي نړۍ کې میشت مسلمانان يي ناآرامه کړي دي. د فرانسې نه باید ددې پرمختګونو حساب خامخا د حقوقو په چوکاټ کې وپوښتل شي.
هغه زیاته کړه چې اوس مهال هر څه ژر له حد نه تیر شوي دي. فرانسه یواځې د اسلام دین او د اسلام د دین ستر پيغمبر ته حقارت او سپکاوي ته د ازادۍ په سترګه ګوري. همداشان ددې سربیره د حقارت کوونکو ته جسارت ورکولو او د هغوې نه د ملاتړ په خاطر ځیني ګامونه اوچتیږي.
د ویلو ده چې د فرانسې د البرت ویلي په ښار کې میشت ۴ تنه مسلمان ماشومان په ښوونځي کې د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد ص د کاریکاتورونو په اړه د بحث او شخړې نه وروسته د پولیسو لخوا ونیول شول او د پولیسو په مرکز کې ترینه تحقیقات وشول.
پولیسو د نوموړو مسلمان ماشومانو په کورونو چاپه واچوله او ۴ واړه يي د نیولو نه وروسته پولیسو مرکز ته یوړل .
پولیسو د نوموړو ۴ تنو ماشومانو نه د ۱۱ ساعتونو لپاره څیړنې وکړې. پولیسو ددې څیړونو لامل ددې خبرې معلومول چې دا ماشومان تندلارۍ پر لورې روان دي او که نه .
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله