په چناق قلعه ولایت کې په لسګونو تنه ناقانونه کډوال ونیول شول
د ترکیې د چناق قلعه په ولایت کې ۱۰۲ تنه ناقانونه کډوال چې د یونان میدیلي ټاپو ته د تیریدو هڅه کوله ونیول شول.
![په چناق قلعه ولایت کې په لسګونو تنه ناقانونه کډوال ونیول شول](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/5ea7/6250/e4e1/5ecb978e5c327.jpg?time=1719249884)
د چناق قلعه ولایت د سواحلو د امنیت قومندانۍ ویلي دي چې د یاد شوي ولایت د ایزینه د ولسوالۍ په سواحلو کې ۱۰۲ تنه ناقانونه کډوال چې د یونان د میدیلي ټاپو ته د تیریدو هڅه کوله نیولي دي.
ویل کیږي دا کسان هله نیول شوي دي چې د پلاستیکي کښتۍ سره يي د خپلو ځانونو په بیه د سمندر نه د تیریدو هڅه کوله. د سواحلو د امنیت منسوبینو د ګزمې پر مهال ددې کسانو کښتۍ په سمندر کې تثبیت او وروسته پرته د هر ډول ستونزې وچې ته راوویستله.
په کښتۍ ۱۰۲ تنه ناقانونه کډوال او د هغوې قاچاقبر نیول شوی دی.
ویل کیږي کډوال د تحقیقاتو نه وروسته د یاد شوي ولایت د ایوه جک ولسوالۍ د کډوالو د بیرته ستنولو مرکز ته او قاچاقبر د قانون منګولو ته وسپارل شو.
اړوند خبرونه
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/17dc/85c7/62ef/667274aa8f555.jpg?time=1719249884)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/3d5e/0ecd/4785/666e7d69dddc1.jpg?time=1719249884)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله