ترکیې د کابل پر پوهنتون برید په کلکو ټکو وغنده

ترکیې د کابل پر پوهنتون برید چې په نتیجه کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې په کلکو ټکو وغنده

1520833
ترکیې د کابل پر پوهنتون برید په کلکو ټکو وغنده

ترکیې تیره ورځ د افغانستان په پلازمینه کابل کې د کابل په پوهنتون ترسره شوی خونړی او وحشیانه  ترهګری برید په کلکو ټکو وغنده.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د کابل په پوهنتون ترهګری برید چې په نتیجه کې یو زیات شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې په کلکه توګه غندو.

په بیان کې راغلي دي چې په ډیرې خواشینۍ سره مو تیره ورځ د افغانستان په پلازمینه کابل کې د کابل په پوهنتون د خونړي ترهګري برید په اړه چې په نتیجه کې یو زیات شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ترلاسه کړ. ترکیه دا خونړی برید په کلکو ټکو غندي.

ددې برید قربانیانو ته د الله د دربار څخه د رحمت او مغفرت، ټپیانو ته د عاجلې شفاء او ورور هیواد افغانستان ملت او حکومت ته  د تسلیت او خواخوږۍ مراتب وړاندې کوو.

په بیان کې راغلي چې په افغانستان کې په ځانګړې توګه پدې وروستیو کې په تعلیمي مراکزو او دیني مکانونو کې پر ملکي او بې ګناه انسانانو د بریدونو په اړه ژوره اندیښنه لرو.

د یادولو وړ ده چې پرون دوشنبه د نوامبر دویمه د کابل پر پوهنتون ډله ایز برید وشو چې په نتیجه کې ۲۰ تنو ژوند د لاسه ورکړ او څه باندې ۴۰ تنه نور ټپیان شول. د پیښې قربانیان ټول د پوهنتون محصلین دي.



اړوند خبرونه