په ترکیه کې د تیرې جمعې د زلزلې له امله د مړو شمیره ۱۰۲ تنو ته لوړه شوه

په ترکیه کې د تیرې جمعې پر ورځ د رامنځته شوې زلزلې له امله د مړو شمیره ۱۰۲ او د ټپیانو شمیره ۹۹۴ تنو ته لوړه شوه

1520575
په ترکیه کې د تیرې جمعې د زلزلې له امله د مړو شمیره ۱۰۲ تنو ته لوړه شوه

د ترکیې د ایزمیر په ولایت کې د تیرې جمعې ورځ د اکتوبر په ۳۰ مه نیټه د رامنځته شوې زلزلې له امله د مړو شمیره ۱۰۲ تنو ته  لوړه شوه.

همداشان د ټپیانو شمیره ۹۹۴ تنو ته رسیدلې ده. په سیمه کې د ژغورنې عملیات  دوام لري .

د ویلو ده چې د تیرې جمعې ورځ د اکتوبر ۳۰ مه د ماسپخین په ۲ بجو او ۵۱ دقیقو د ترکیې د ایژې په سیمه کې  د ایزمیر په ولایت کې د ریښتر په کچه د ۶ عشاریه ۶ په شدت سره زوروره زلزله رامنځته شوه.

د زلزلې مرکز د ایزمیر ولایت د سفر هیسار ولسوالۍ وه  خو زلزلې تر ټولو زیات ځاني او مالي زیانونه د برونووا او بیرقلي په ولسوالیو کې رامنځته کړي دي.

زلزله د سفرهیسار ولسوالۍ په ۱۷ کیلومترۍ کې د سمندر په تل کې رامنځته شوه چې په نتیجه کې قسمي توسونامي هم رامنځته شو.

د ویلو ده چې تیره ورځ د زلزلې نه پوره ۶۵ ساعته وروسته یوه ۳ کلنه ماشومه د چپه شوو ودانیو د خاورو لاندې نه ژوندۍ وژغورل شوه.


پيوندونه: #زلزله , #ایزمیر , #ترکیه

اړوند خبرونه