د ترکیې د ایزمیر په ولایت کې زوروره زلزله رامنځته شوې ده

د ترکیې د ایزمیر ولایت د سفرهیسار د ولسوالۍ په سواحلو کې د ریښتر په کچه د ۶ عشاریه ۶ په شدت سره زوروره زلزله رامنځته شوه.

1518934
د ترکیې د ایزمیر په ولایت کې زوروره زلزله رامنځته شوې ده

ترکیې د ایزمیر ولایت  پرون د جمعې ورځ د اکتوبر ۳۰ مه د ریښتر په کچه د ۶ عشاریه ۶ په شدت سره زوروره زلزله رامنځته شوه.

د ترکیې د ناورین او بیړني حالاتو ریاست د معلوماتو له مخې زلزله د ماسپخین په  ۲ بجو او ۵۱ دقیقو  د ایزمیر ولایت د سفر هیسار ولسوالۍ کې په ۱۷ کیلومترۍ کې په سمندر کې رامنځته شوه.

زلزله د سمندر په تل کې په ۱۶ عشاریه ۵۴ کیلومترۍ ژورتیا سره رامنځته شوې ده .

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په ایزمیر ولایت کې د رامنځته شوې زلزلې له امله اغیزمن شوو هیوادوالو سره همدردي وښوده.

ولسمشر اردوغان وویل « د دولت د ټولو امکاناتو سره د زلزله ځپلو هیوادوالو ترڅنګ ولاړ یو. اړوندو ټولو ادارو او وزارتخانو په لازمو اقداماتو پيل کړی دی.»

د ترکیې د چاپیریال او ښارجوړونې وزیر مراد کوروم په ایزمیر ولایت کې د رامنځته شوې زلزلې په اړه وویل چې «  د ایزمیر ولایت  د رامنځته شوې زلزلې مرکز د سفر هیسار ولسوالۍ ۱۷ کیلومترۍ سمندر وو خو زلزلې تر ټولو زیات د بورنووا او بیرقلي په ولسوالیو کې ځاني او مالي خسارات رامنځته کړي دي. پدې دوو ولسوالیو کې ۱۷ څو پوړیزه ودانۍ یا په کامله توګه چپه شوې دي او یا يي یوه برخه چپه شوې ده . د زلزلې د رامنځته کیدو نه وروسته په ۸ ودانیو کې د ژغورنې چارې پایته رسیدلي او په ۹ ودانیو کې اوس هم دوام لري. تر اوسه پورې ۳۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۸۸۵ تنه نور ټپیان شوي دي. »

د بله پلوه په ایزمیر ولایت کې د زرګونو تنو زلزله ځپلو لپاره موقتي سرپناه په خاطر د خیمو ښار ګوټی جوړ شوی دی. په زلزله ځپلو هیوادوالو لومړنۍ مرستې ویشل شوي دي.

همداشان د ایزمیر ولایت والي وویل چې د ښار ۱۷ هوټلونه د زلزله ځپلو لپاره ځانګړي شوي دي. ښاروالۍ هم خپل  میلمستونونه د زلزله ځپلو په خدمت کې ورکړي دي.

همداشان تیره ورځ د سفر هیسار په ولسوالۍ کې د زلزلې د رامنځته کیدو نه وروسته توسونامي رامنځته شو. د سمندر اوبه ساحلي سیمو واوښتې. ساحلي سیمو په کامله توګه په اوبو کې ډوبې شوې. توسوماني سیمې ته  د پام وړ مالي زیانونه  اړولي دي.


پيوندونه: #زلزله , #ایزمیر

اړوند خبرونه