ترکیې د فرانسې د سفارت شارژدافیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ

ترکیې په انقره کې د فرانسې د سفارت شارژدافیر د شارلي هیبدو مجلې لخوا د خپرو شوو کاریکاتورونو اړوند د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.

1517813
ترکیې د فرانسې د سفارت شارژدافیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ

 

د ډیپلوماتیکو سرچینو د معلوماتو له مخې د فرانسې شارژدافیر ته  ددې خبرې په ټینګار ویل شوي دي چې « په شخصي حریمونو او دیني عقیدو باندې پست بریدونه  په هیڅډول د رسنیو او وینا ازادي نده. فرانسوي مقاماتو نه  هر څه ژر ددې کاریکاتورنو په اړه چې د وینا د ازادۍ د چوکاټ نه خپه اړولې ده لازم سیاسي او حقوقي ګامونه اوچتولو تمه لرو.»

د بله پلوه په فرانسه کې د ارمني ډلو لخوا پر ترکانو د بریدونو او پدې وروستیو کې په ترکانو او مسلمانانو د بریدونو په اړه د فرانسوی مقاماتو نه د امنیتي تدابیرو  سربیره په هره برخه کې د لازمو تدابیرو د نیولو غوښتنه شوې ده .


پيوندونه: #فرانسه , #ترکیه

اړوند خبرونه