اردوغان :زمونږ په ستر پیغمبر باندې د بریدونو پر وړاندې په صمیمي توګه مقابله کول د شرف مسئله ده

ولسمشر اردوغان په اروپا کې اسلام، مسلمانانو او پیغمبر ص ته د سپکاوي او دښمنۍ په اړه ډیر سخت غبرګون وښود

1517574
اردوغان :زمونږ په ستر پیغمبر باندې د بریدونو پر وړاندې په صمیمي توګه مقابله کول د شرف مسئله ده

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په اروپا د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد ص ته د سپکاوي او کاریکاتورونو د خپریدو په اړه وویل « زمونږ په ستر پیغمبر باندې د بریدونو پر وړاندې په صمیمي توګه مقابله کول د شرف مسئله ده.»

ولسمشر اردوغان دا څرګندونې د ترکیې په ملي شورا کې د عدالت او پراختیا ګوند اونیزې غونډې ته په وینا کې وکړې.

ولسمشر اردوغان د فرانسې د شارلي هیبدو مجلې لخوا د هغه په اړه د خپور کړي ضد اخلاقي کاریکاتورونو په اړه وویل چې « زه څوک یم، د هغه بې ناموسانو په اړه  چې زمونږ د ستر پيغمبر حضرت محمد ص ته سپکاوی کوي او کاریکاتورونه خپروي  څه ویل لازم نه بولم. »

ولسمشر اردوغان وویل « ما داسې واوریدل چې زما په اړه يي هم کاریکاتور خپور کړی دی. حتا ددې ډول بد اخلاقه نشراتو چې څه نشر کړي دي او څه کړي دي په مقصد هم ما دا کاریکاتور لیدلی ندی. له بده مرغه  چې په یو داسې دوره کې قرار لرو چې  په ځانګړې توګه په اروپا کې د اسلام او مسلمانانو سره دښمني او اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد ص ته سپکاوی د لوړ رتبه چارواکیو ترمنځه هم د سرطان په څیر ریښې ځغلولي دي. »

هغه وویل چې فرانسه او په عموم کې ټوله اروپا د فرانسې د ولسمشر امانویل ماکرون او د هغه همفکرانو د تحریکوونکي، چټل او د کرکۍ د تخمونو شیدونکي  سیاستونو لایق ندي.

معتدلو او محتاطو اروپایانو ته د ځانونو او د خپلو ماشومانو د روښانه راتلوونکي لپاره ددې ډول سترو خطراتو د مخنیوي په خاطر بدیل رامنځته کولو ته بلنه ورکوو.

ولسمشر اردوغان د جرمني په پلازمینه برلین کې د مولانا پر جومات د پولیسو چاپې په اړه وویل چې « په برلین کې  د سهار د لمانځه پر مهال د سلو نه تر ۱۵۰ تنو پولیسو د مولانا په جومات چاپه واچوله. د جرمني لومړۍ وزیره به دا خبره څه ډول بیانوي.

ولسمشر اردوغان وویل چې مسلمان هیڅوخت ترهګر کیدای نشي او ترهګر هیکله هم مسلمان کیدای نشي.

پس ترهګر مسلمان ندی او مسلمان ترهګر ندی.



اړوند خبرونه