د ترکیې ملي شورا د اسلام او مسلمانانو پر خلاف د ماکرون څرګنډونې وغندلې

د ترکیې ملي شورا په عمومي غونډه کې د فرانسې د ولسمشر امانویل ماکرون  اسلام دښمنه څرګندونو باندې د لعنت ویلو او غندنې ګده تفاهم نامه د رایو په اکثریت سره ومنله.

1517166
د ترکیې ملي شورا د اسلام او مسلمانانو پر خلاف د ماکرون  څرګنډونې وغندلې

 

پدې تفاهم نامه کې په هر چا باندې د ماکرون د اسلام دښمنه دریځ او کړنو په مقابل کې د اعتدال غږ شوی دی.

په تفاهم نامه کې راغلي دي چې « د ترکیې په ملي شورا کې د موجودو سیاسي ګوندونو د استازو په توګه د اسلام مبارک دین او  ستر پيغمبر حضرت محمد ص او مسلمانانو پر خلاف د فرانسې د ولسمشر امانویل ماکرون لخوا تحریک امیزه څرګندونې او بې احترامي په کلکه توګه غندو او لعنت پرې وایو. په نړۍ کې ټولو معتدلو مشرانو، سیاستوالو، متفکرینو،هنرمندانو او د ټولنې په هرې برخې د فرانسې د ولسمشر ماکرون ددې کرکې نه ډک چلند په مقابل کې د اعتدال او سولې نه د ډک دریځ نه د کار اخیستو بلنه ورکوو. »

هغه مسئله چې باید جدي ورته پاملرنه وشي داد چې نن ورځ د دیموکراسۍ، بشري حقونو، د حقوقو د لوړوالي او کثرت ګرایي شعارونو ځای اسلام دښمنۍ نیولی دی او دا مسئله د فردي چوکاټ نه وتلې او د دولت د مشرانو او یوې برخې سیاستوالو په ذریعه  ورته د مشروعیت ورکولو هڅې روانې دي.



اړوند خبرونه