ترکیې په جرمنی کې په یو جومات د پولیسو لخوا ترسره شوې چاپه په کلکه توګه وغندله

ترکیې ، د جرمني په پلازمینه برلین کې د پولیسو لخوا  لخوا په یو جومات چاپه اچول په کلکه توګه وغندل.

1514455
ترکیې په جرمنی کې په یو جومات د پولیسو لخوا ترسره شوې چاپه په کلکه توګه وغندله

 

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي دي، په برلین کې د سهار د لمانځه پر مهال د پولیسو لخوا  د مالي تحقیقاتو په چوکاټ کې  د مولانا په جومات  چاپه اچولې ده.

په بیان کې راغلي دي چې د مولانا جومات د برلین تر ټولو په تاریخي سیمه کې یو ډیر مهم او مرکزي عبادتخانه ده.

ترکیه د پولیسو لخوا د مولانا پر جومات چاپه اچول په کلکه توګه غندي. پدې ناخوښي او رټل شوي اقدام کې د عبادتخانې سپیڅلتیا په اړه حساسیت په هیڅډول په نظر کې ندی نیول شوی او تیری پرې شوی دی.

پولیسو لخوا د چاپې په بهانه د بوټانو سره د جومات دننې ته ننوتل او د جومات د فرشونو د چټلولو دا اقدام په هیڅډول د منلو وړ ندی. د یو داسې هیواد  لخوا چې د بیان او عبادت د ازادۍ او نورو دینونو ته د درناوي په برخه کې د درسو ورکولو هڅه کوي داسې یو اقدام د تشویش وړ خبره ده.

دا اقدام په اصل کې مسلمانانو پر خلاف ښکاره سپکاوی او حقارت دی.

دا چاپه په جرمني کې د میشتو نږدې ۵ میلیونو تنو مسلمانانو سره د تبعیض، بې ځایه قضاوت او ناوړه چلند یوه ښکاره بیلګه ده. د جرمني مقامات باید پدې خبره ځان ښه پوه ګړي چې مسلمانان د جرمني نه یو نه بیلیدونکې پارچه ده.


پيوندونه: #چاپه , #جرمني , #ترکیه

اړوند خبرونه