ترکیې د مصر- یونان او سویلي قبرس درې اړخیزې غونډې اعلامیه په کلکه توګه رد کړه
ترکیې د مصر-یونان او سویلي قبرس روم ادارې ترمنځه د درې اړخیزې غونډې نه وروسته خپره شوې اعلامیه د ټولې معنا نه رد کړه.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپور شوي بیان کې راغلي دي چې
« په سویلي قبرس روم اداره کې جوړه شوې د مصر- یونان او سویلي قبرس روم ادارې ترمنځه د ترسره شوې درې اړخیزه غونډې نه وروسته خپره شوې اعلامیه او ددوې لخوا په عادت بدل شوي د ترکیې پر خلاف بې بڼسټه ادعاءګانې او تورونه د ټولې معنا سره ردو.»
په بیان کې راغلي دي چې « په ختیځه مدیترانه کې سولې، استقرار او همکاریو نه ملاتړ په نامه د جوړ شوي درې جوړښت لخوا په خپره شوې اعلامیه کې لکه د تل په څیر او هر فرصت کې یو ځل بیا پر ترکیې ناحقه او بې بڼسټه تورونه لګول په اصل کې ددې هیوادونو د نیتونو او دریځ ښکارندويي کوي. »
په بیان کې راغلي دي چې په ختیځه مدیترانه کې واقعي همکاري هله رامنځته کیږي چې د قبرس د ترکانو او د ټولو ګډې ساحلي پولې لرونکو هیوادونو په ګډون یو جوړښت رامنځته شي.
تر کومه چې په سیمه کې هغه هیوادونه چې تل ستونزې رامنځته کوي او د اعظمي او دښمنیو نه ډکو سیاستونو نه لاس وانخلي او یا په خپلو سیاستونو کې بدلون رامنځته نکړي ددې ستونزو حل ناممکنه دی. ترکیه به په ختیځه مدیترانه کې هم د خپلو او هم د قبرس د ترکانو د حق او حقونو نه د پوره اعظم او ارادې سره دفاع کولو ته دوام ورکړي.