د ترکیې ولسمشر رجب طیب ته د اوکراین عالي دولتي نښان ورکړ شو.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب ته د اوکراین عالي دولتي نښان ورکړ شو.

1510656
د ترکیې ولسمشر رجب طیب ته د اوکراین عالي دولتي نښان ورکړ شو.

 

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلانسکي چې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په بلنه ترکیې ته راغلی دی ولسمشر اردوغان ته د اوکراین عالي دولتي نښان تقدیم کړ.

ولسمشر اردوغان د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلانسکي سره د استانبول د واحدالدین په ماڼۍ کې لیدنه وکړه.

د ولسمشر اردوغان او زیلانسکي دوه په دوه او د دواړو هیوادونو د هیتانو ترمنځه لیدنې یو ساعت او ۱۵ دقیقې دوام وکړ.

وروسته د اوکراین ولسمشر زیلانسکي ولسمشر اردوغان ته د اوکراین عالي دولتي نښان تقدیم کړ.

وروسته د دواړو هیوادونو د هیتانو ترمنځه ګډه اعلامیه لاسلیک شوه.

د بله پلوه د ترکیې د جمهوري ریاست د دفاعي صنایعو رئیس اسماعیل دیمیر او د اوکراین دفاع وزیر اندري تاران ترمنځه د دفاعي صنایعو د پروژو په برخه کې د ښه نیت بیان او د ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار او اوکراین د دفاع وزیر ترمنځه پوځي چوکاټ تړون لاسلیک شو.

د ترکیې او اوکراین د حکومتونو ترمنځه د تجارت او اقتصادي همکاریو کمیسیون د ۱۲ مې دورې غونډې  پروتوکول د ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار او اوکراین د اقتصادي پراختیا، تجارت او کرنۍ وزیر ترمنځه لاسلیک شو.


پيوندونه: #اوکراین , #ترکیه

اړوند خبرونه