په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۶۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی
په ترکیه کې د کرونا ویروس د مثبتو پیښو شمیره د ۳۴۲ زرو نه واوښته
![په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۶۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/209e/ee27/d412/5f837ff6c2d1b.jpg?time=1718850163)
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۶۶ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۹۰۸۰ تنو ته لوړه شوه.
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۱۱۶ زره او ۱۰۳ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته ټسټ شوي چې د ۱۶۹۳ تنو ټسټونه مثبت راوتلي دي. هغه زیاته کړه چې د نوو شمیرو سره په هیواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۳۴۲ زره ۱۴۳ تنو ته لوړه شوې ده .
همداشان په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۳۱۱ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي او د روغتون ته خارج شوي دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۲۹۹ زره او ۶۷۹ ته لوړه شوې ده.
همداشان د ناروغانو د ۱۴۰۸ تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.
د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس د ټستونو شمیره ۱۲ میلیونه ۷۷ زره او ۷۷۳ ته لوړه شوې ده.
روغتیا وزیر وویل چې د مثبتو پیښو او ځاني تلفاتو شمیرې د راټیټولو یواځنۍ لار د تدابیرو مراعات کول دي. ځکه چې پدې برخه کې ښه خبر د قوي تدابیرو پورې تړلی دی.
اړوند خبرونه
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/17dc/85c7/62ef/667274aa8f555.jpg?time=1718850163)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
![د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/3d5e/0ecd/4785/666e7d69dddc1.jpg?time=1718850163)
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله