ولسمشر اردوغان د روسیې د ولسمشر سره ټیلیفوني خبرې وکړې
د ترکیې او روسیې ولسمشرانو ټیلیفوني خبرې وکړې
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ټيلیفوني خبرې وکړې.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست ویلي دي چې ولسمشر اردوغان تیر ماښام د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ټيلیفوني خبرې وکړې. دواړو مشرانو پدې ټیلیفوني خبرو کې د ترکیې او روسیې ترمنځه د اړیکو د لا ودې او پیاوړتیا په موخه په اوچتیدونکو ګامونو، اذربایجان او ارمنستان مسئلې، د سوریې او لیبیا پر وضعیت غور او تبادل د نظر وکړ.
ولسمشر اردوغان پدې ټیلیفوني خبرو کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې ارمنستان د اذربایجان پر خاوره د بریدونو او نوو بحرانونو د رامنځته کولو سره غواړي چې د اذربایجان په اشغال کړو سیمو کې چې د تیرو ۳۰ کلونو راهیسې دوام لري تل پاتی کړي. ترکیه ددې ستونزې د هر څه ژر حل غوښتوونکې او ملاتړ کوونکې ده.
همداشان ولسمشر اردوغان د سوریې د پرمختګونو په اړه وویل چې د سوریې بحران د حل په خاطر سیاسي حل لارې د موندولو په مسئله کې ډیر پرمختګ شوی دی او دا پرمختګ باید محافظه او لا زیات پرمختګ باید زمینه برابره شي.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله