ولسمشر اردوغان د خپل ګوند غونډې ته مهمې ویناوې وکړې

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې ترکیه به د یونان او سویلي قبرس د ادارې هر ګام ته په ساحه کې ځواب ورکولو ته دوام ورکړي.

1508954
ولسمشر اردوغان د خپل ګوند غونډې ته مهمې ویناوې وکړې

 

ولسمشر اردوغان دا څرګندونې د ترکیې په ملي شورا کې د عدالت او پراختیا ګوند اونیزې غونډې ته په وینا کې وکړې.

هغه وویل چې ترکیې په ختیځه مدیترانه کې  هر هغه پلان چې د ترکیې او قبرس د ترکانو حقونه پکې په هیڅ شمیرل شوي وي او سترګې پرې پټي شوي وي د هغه د عملي کیدو امکان نشته په اثبات رسولې ده .

زمونږ د یاوز د پلټنو کښتۍ امنیت زمونږ د سمندري ځواکونو لخوا نیول شوی دی. همداشان د اوروچ رئیس د پلټنو کښتۍ هم خپلې دندې په خاطر مدیترانې ته ستنه شوه. همداشان د بارباروس کښتۍ هم په مدیترانه کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي. د اروپايي ټولنې او ناټو په سازمان کې پر خپلو ژمنو عمل نه کوونکي یونان او قبرس روم ادارې ته په ساحو کې ځواب ورکولو ته دوام ورکړو. د قانوني کښتۍ هم د سرویس او کمالاتو د چارو نه وروسته به تورې بحیرې ته ستنه شي. د قانوني کښتۍ نه هم د ښه زیرو په تمه یو چې انشاالله هر څه به دا زیری ترلاسه کړو.

ولسمشر اردوغان وویل چې  په توره بحیره کې د ګازو د موندل کیدو د خبر له امله ډیر خوښ یو . انشاالله د راتلوونکي خالي په ورځ په توره بحیره کې د انرژۍ د پلټون چارو نه د نږدې لیدنې او د نوو زیرمو د موندل کیدو په اړه به د هیوادوالو سره معلومات شریک کړو.

ولسمشر اردوغان د ارمنستان لخوا پر اذربایجان د بریدونو په اړه وویل چې « د مینسک اوس هم فریب ورکولو تاکتیک ته دوام ورکوي. وخت ضایع کوي. هو که چیرې په نړۍ کې بشري حقونه، ډیموکراسي او عدالت شتون ولري ، ۳۰ کاله کیږي چې د مینسک ډله ددې ستونزې د حل په خاطر په دنده ګمارل شوې ده . زه ددوې نه پوښتنه کوم چې ایا ستاسې دنده څه ده؟ د ستونزې حل او که د وخت ضایع کول. ستاسې دنده د مذاکراتو سرته رسول او حق د حق خاوند یعنې قره باغ اذربایجان ته سپارل وو. ترکیه د اذربایجان نه هر ډول مرستې ته چمتو دی او د اړتیا په صورت کې ورته هر ډول مرستو ورکولو ته تیار یو. مونږ د میسنک  د ډلې نه د ارمنستان سره د مرستو نه ولې یادونه نکوي پوښتنه کوو. د روسیې نه او په عینې ډول د فرانسې نه .

ولسمشر اردوغان په خپله وینا کې د شمالي قبرس ترک جمهوریت د ماراش په نامه د تړلي ښار په اړه وویل ، دا تاریخي ښار د شمالي قبرس ترکانو دی او ددې ښار پرانیستل یو تاریخي پيښه ده.



اړوند خبرونه