د ترکیې د ولسمشرۍ ویاند د امریکا د ملي امنیت سلاکار سره ټیلیفوني خبرې وکړې
د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند ابراهیم قالن د امریکا متحده ایالتونو د ملي امینت د سلاکار روبیرټ اوبراین ټيلیفوني خبرې وکړې.
د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند دفتر ویلي دي چې د ولسمشر ویاند ښاغلي قالن تیره شپه د امریکا د ملي امنیت د سلاکار اوبراین سره ټیلیفوني خبرې وکړې. دواړو پدې ټیلیفوني خبرو کې د ارمنستان لخوا پر اذربایجان د بریدونو، ختیځې مدیترانې او لیبیا او سیمې پر مهمو مسئلو خبرې وکړې.
همداشان پدې ټیلیفوني خبرو کې د ارمنستان او اذربایجان ترمنځه د اکتوبر د لسمې د انساني اوربند نه د ترکیې پر ملاتړ او قره باغ د ستونزې د تل پاتې حل په اړه خبرې وشوې. قالن امریکايي لوري ته ددې خبرې په ټینګار وویل چې ددې ستونزې یواځنۍ حل لاره ارمنستان د اشغال کړو سیمو نه وتل دي.
قالن وویل چې د ارمنستان لخوا په اذربایجان کې پر ملکي وګړو او هدفونو بریدونه د منلو وړ ندي او د اذربایجان د مځکنۍ بشپړتیا په خاطر ملګرو ملتونو د امنیت شورا، اروپا امنیت او همکاریو سازمان او نړۍواله ټولنه باید غوڅ ګامونه اوچت کړي.
قالن زیاته کړه چې په ختیځه مدیترانه کې د ترکیې د ښه نیت او ډیالوګ پلوه دریځ له امله د تاوتریخوالي کچه راټیټه شوې او تمه لري چې د مذاکراتو لپاره د زمینې برابرولو په خاطر د مقابل لوري ته هم د ښه نیت ګامونه اوچت شي. همداشان قالن وویل چې ترکېې د ختیځې مدیترانې د ستونزې د حل په خاطر د نړۍواله کنفرانس پيشنهاد کړی دی چې پوره باور لري دا کنفرانس به د سیمې د سولې سره ډیره زیاته مرسته وکړي.
ترکیه د امریکا نه د ختیځې مدیترانې په مسئله کې د عادل او بې طرفه چلند تمه کوي.
اړوند خبرونه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې د ازمنستان لومړي وزیر پاشینیان ولسمشر اردوغان ته د لوی اختر مبارکي وویله.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لوی اختر په مناسبت د یو زیات هیوادونو مشرانو ته مبارکي وویله.
ولسمشر اردوغان د یو زیات شمیر هیوادونو مشرانو ته اختر مبارکي وویله