په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۶۲ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی
په ترکیه کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره د ۳۳۸ زرو نه واوښته
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۶۲ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۸۹۵۷ تنو ته لوړه شوه.
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۱۱۴ زره او ۹۹۲ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته ټسټ شوي چې د ۱۶۳۲ تنو ټسټونه مثبت راوتلي دي. هغه زیاته کړه چې د نوو شمیرو سره په هیواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۳۳۸ زره ۷۷۹ تنو ته لوړه شوې ده .
همداشان په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۳۱۴ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي او د روغتون ته خارج شوي دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۲۹۶ زره او ۹۷۲ ته لوړه شوې ده.
همداشان د ناروغانو د ۱۴۱۶ تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.
د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس د ټستونو شمیره ۱۱ میلیونه ۸۴۶ زره او ۳۴۲ ته لوړه شوې ده.
روغتیا وزیر وویل چې د مثبتو پیښو او ځاني تلفاتو شمیرې د راټیټولو یواځنۍ لار د تدابیرو مراعات کول دي. ځکه چې پدې برخه کې ښه خبر د قوي تدابیرو پورې تړلی دی.
اړوند خبرونه
ولسمشر اردوغان د لبنان د لومړی وزیر میقاتي سره ټیلیفوني خبرې وکړې
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د لبنان له لومړي وزیر نجیب میقاتي سره ټیلیفوني خبرې وکړې.