په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۵۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

په ترکیه کې د کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۳۳۴ زرو نه واوښته

1506631
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۵۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۵۶   تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره  ۸۷۷۸   تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۱۱۳  زره او  ۱۰۲  تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د ۱۶۴۹  تنو ټسټونه   مثبت راوتلي دي. هغه زیاته کړه چې  د نوو شمیرو سره په هیواد کې د  کرونا ویروس د مثبتو پيښو شمیره ۳۳۴  زره ۳۱   تنو   ته لوړه شوې ده .

 همداشان په تیرو  ۲۴ ساعتونو کې ۱۳۹۱  تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ او د روغتون ته خارج شوي‌ دي چې پدې ډول د روغو شوو کسانو شمیره ۲۹۳ زره او  ۱۴۵ ته لوړه شوې ده.

همداشان  د ناروغانو د ۱۴۱۴    تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره  ۱۱  میلیونه  ۵۰۶  زره  او ۴۱۴   ته لوړه شوې ده. 

روغتیا وزیر وویل چې د مثبتو پیښو او ځاني تلفاتو  شمیرې د راټیټولو یواځنۍ لار د تدابیرو مراعات کول دي. ځکه چې پدې برخه کې ښه خبر د قوي‌ تدابیرو پورې تړلی دی.



اړوند خبرونه